ملګري ملتونه ۔19ستمبر(اے پی پی) پاكستان نړيوالې ورورولۍ څخه غوښتنه كړې ده چې هغه دې اسرائيل فلسطين شخړه د بامقصده مذاكراتي عمل د لارې حل كړي۔ د پاکستان نګران خارجه وزير جليل عباس جېلاني د ملګرو ملتونو د 78 مې غونډې په موقعه خپل خطاب كښې ووئيل په مقبوضه سيمو كښې د لكھونو په شمېر فلسطيني وګړي محاصره كښې د ژوند په كولو مجبور دي۔ د دې غونډې مشري سعودي …
د پاكستان لخوا آزاد فلسطيني رياست لپاره د باور وړ مذاكراتي عمل غوښتنه
ملګري ملتونه ۔19ستمبر(اے پی پی) پاكستان نړيوالې ورورولۍ څخه غوښتنه كړې ده چې هغه دې اسرائيل فلسطين شخړه د بامقصده مذاكراتي عمل د لارې حل كړي۔ د پاکستان نګران خارجه وزير جليل عباس جېلاني د ملګرو ملتونو د 78 مې غونډې په موقعه خپل خطاب كښې ووئيل په مقبوضه سيمو كښې د لكھونو په شمېر فلسطيني وګړي محاصره كښې د ژوند په كولو مجبور دي۔ د دې غونډې مشري سعودي عربستان ٬ عرب ليګ ٬ مصر او اردن په ګډه وكړه۔ ده ووئيل كوم بامقصده او د عمل وړ مذاكراتي عمل د فلسطيني اولس ژوند كښې ښه والې رامخې ته كولې شي۔ پاكستان يو خپلواكه فلسطيني رياست جوړولو له د دواړو فريقو ترمينځه د خبرو عمل بشپړه ملاتړ كوي۔ ده ووئيل دا بدقسمتي ده چې په فلسطین كښې د اسرائيل جارحيت ٬ فضائي بريدونه ٬ ودانيو كښې پراختيا او د بېت المقدس د تقدس بې ادبۍ پېښې روانې دي۔ ده ووئيل د اوږدې مودې په تلپاتي سياسي عمل كښې تر ټولو لوې خنډ په مقبوضه فلسطيني سيمه كښې د اسرائيل لخوا د آبادكارۍ اقدامات دي كوم چې د نړيوال قانون خلاف ورزي ده۔ ده ووئيل د اسرائيل دا اقدامات مذاكراتو لپاره سازګار چاپېرچل ته زيان رسوي۔ ده په ډاګه كړه چې د پاكستان وژن د منځني ختيز ټولو وګړو لپاره له مذهب ٬ نسل او قوميت پرته تلپاتې امن دے۔










