برسلز ۔17ستمبر (اے پی پی) ملګرو ملتونو په نړیواله ټولنه زور راوړے دے چې هغه دې د لیبیا له سیلاب ځپلو سره سمدستي مرسته وکړي۔ د جاپان خبري اژانس د راپور له مخې، د ملګرو ملتونو د بشري چارو او د بېړنیو مرستو استازي مارټن ګریفتس د جمعې په ورځ په جینوا کښې په یو خبري کنفرنس کښې وویل د لیبیا په ځپل شویو سیمو کښې خلك خوراك ٬ د …
د ملګرو ملتونو ليبيا لپاره د نړيوالې مرستې اپيل
برسلز ۔17ستمبر (اے پی پی) ملګرو ملتونو په نړیواله ټولنه زور راوړے دے چې هغه دې د لیبیا له سیلاب ځپلو سره سمدستي مرسته وکړي۔ د جاپان خبري اژانس د راپور له مخې، د ملګرو ملتونو د بشري چارو او د بېړنیو مرستو استازي مارټن ګریفتس د جمعې په ورځ په جینوا کښې په یو خبري کنفرنس کښې وویل د لیبیا په ځپل شویو سیمو کښې خلك خوراك ٬ د سر پټولو ځايونو او ويجاړ شويو ودانيو كښې د ګېر شويو كسانو ويستلو له سامان ته اړتيا لري۔ ده ووئيل دغلته د هېضې وبا خپرېدو مخنيوي لپاره بايد طبي نظام په ځايې كړې شي۔ ياده دې وي چې د تېر ګل په ورځ راغلي سېلاب د لييبا په ختيزو سيمو كښې تباهي خپره كړې ده چې له امله يۍ تر دې دمه نزدې 8000 كسان مړه شوي دي۔










