کولمبو۔16ستمبر(اے پی پی) د اے سی سی مېنز اېشیا کپ فائنل د هند او سري لنكا ترمينځه سبا د اتوار په ورځ په كولمبو كښې كېږي ، د سری لنکا لوبډله به د ټائټل دفاع كوي۔آئی لېنډرز لوبډلې د سپر فور مرحلې په مهم مېچ كښې پاكستان ته او هند پاكستان او سري لنكا ته ماتې وركولو سره فائنل لپاره كواليفائي كړې ده۔ هند ته تر ټولو زيات اوو وارې د اېشیا کپ ګټلو اعزاز ترلاسه دے۔ سري لنكا شپږ وارې دا اعزاز په خپل نوم كړې دې۔ هندي لوبډله به د روهيت شرما او سري لنكن لوبډله به د ډاسن شناكا په مشرۍ كښې مېدان ته كوزيږي۔