د چين پرمختګ به د پاك چين همكارۍ نوې موقعې رامخې ته كړي٬ د چينائي سفير جيانګ زيدونګ د بېلټ اېنډ روډ انېشي اېټو او سي پېك 10 مې سالګرې په موقعه پېغام

اسلام آباد۔13ستمبر(اے پی پی) په پاكستان كښې د چين سفير جیانګ زیدونګ د دواړو وروڼو هېوادونو ترمينځه تلپاتې ملګرتيا زياتولو له د هڅو كولو عزم پخلي كولو سره وئيلي دي چين پرله پسې 8 كلونو څخه د پاكستان تر ټولو لويې تجارتي همكار پاتے شوے دے٬ د چين پرمختګ به د پاك چين همكارۍ نوې موقعې رامخې ته كړي٬ د بېلټ اېنډ روډ انېشي اېټو او سي پېك 10 مې …

اسلام آباد۔13ستمبر(اے پی پی) په پاكستان كښې د چين سفير جیانګ زیدونګ د دواړو وروڼو هېوادونو ترمينځه تلپاتې ملګرتيا زياتولو له د هڅو كولو عزم پخلي كولو سره وئيلي دي چين پرله پسې 8 كلونو څخه د پاكستان تر ټولو لويې تجارتي همكار پاتے شوے دے٬ د چين پرمختګ به د پاك چين همكارۍ نوې موقعې رامخې ته كړي٬ د بېلټ اېنډ روډ انېشي اېټو او سي پېك 10 مې سالګرې په موقعه خپل پېغام كښې ده ووئيل په اپرېل 2015 كښې د چين صدر شي جن پنګ د پاكستان تاريخي دوره وكړه د كومې په مهال چې دواړو اړخونو د دوه اړخيزه اړيكو په پرمختګ كښې يو نوې باب پرانستلو۔ ده ووئيل صدر شی جن پنګ د سی پېک په 10 مه سالګره د مباركۍ پېغام راولېږلو او خپل خاص استازې د چین سټېټ کونسل نائب وزیراعظم هی لیفنګ يۍ د جشن په دستورو كښې ګډون لپاره راولېږلو كوم چې زمونږ د لارښودو لخوا پاك چين اړيكو ته وركړې كېدونكې اهميت په ډاګه كوي۔ ده ووئيل سی پېک وژن په حقيقت كښی بدل شوے دے كوم چې د تلپاتې ملګرتيا ښكاره ثبوت جوړ شوے دے۔ ده ووئيل دواړه هېوادونه سي پېك د اعلی معيار ترقۍ سره د مخ په وړاندې بوتللو عزم لري۔