ايشيا كپ سپر فور راؤنډ ٬ د پاكستان او سري لنكا ترمينځه (سبا) كيدونكې ميچ د سيمي فائنل په حيث كولې شي

کولمبو۔13ستمبر(اے پی پی) د اېشین کرکټ کونسل تر انتظام لاندې د اېشیا کپ کرکټ ټورنامنټ په 16م اېډيشن كښې سختې مقابلې روانې دي د كومو كوربتوب چې پاكستان او سري لنكا كوي۔ د ټورنامنټ سپر فور راؤنډ 5 م مېچ به د سيمي فائنل په حېث كولې شي كوم به چې د پاكستان او سري لنكا ترمينځه سبا د زيارت په ورځ په آر پریما داسا سټیډیم ، کولمبو كښې كولې شي۔ دا مېچ به د پاكستان د معياري وخت لمخې 2 نيمې بجې پېل كیږي۔ په دواړو كښې فاتح لوبډله به په 17 ستمبر د هند په ضد فائنل مېچ كوي۔ هندي لوبډلې فائنل لپاره كواليفائي كړې ده۔ په ایشیا کپ سپر فور راؤنډ كښې دا مهال هند دوه مېچونه ګټلو سره 4 پوائنټس ترلاسه كړې دي۔ پاكستان او سري لنكا دوه دوه پوائڼټس لري۔ د پاكستان لوبډلې مينه وال غواړي چې مېچ د باران لاسه ونه ځپلې شي ولې چې د باران د لاسه د مېچ د كومې نتيجې نه غېر ختمېدو په صورت كښی به دواړو لوبډلو ته يو يو پوائنټ وركولې شي او د نېټ رن رېټ په بنياد به پاكستان د فائنل زغل څخه بهر شي۔