واشنګټن ۔12ستمبر(اے پی پی) د امريكا د خارجه څانګې وياند میتھیو ملر وئيلي دي چې امريكا په پاكستان كښې د آزادو ټاكنو په كولو زور راوړي خو هغه د كوم سياسي ګوند يا كوم سياسي كانديد ملاتړ نه كوي۔ د برطانوي خبري اژانس لمخې ده دا خبره د خارجه څانګې د معمول نيوز بريفنګ په مهال د يوې پوښتنې په ځواب كښې وكړه۔ په اسلام آباد كښې د امريكائي سفير …
په پاكستان كښې د كوم سياسي ګوند يا كانديد ملاتړ نه كوؤ٬ امريكائي وياند
واشنګټن ۔12ستمبر(اے پی پی) د امريكا د خارجه څانګې وياند میتھیو ملر وئيلي دي چې امريكا په پاكستان كښې د آزادو ټاكنو په كولو زور راوړي خو هغه د كوم سياسي ګوند يا كوم سياسي كانديد ملاتړ نه كوي۔ د برطانوي خبري اژانس لمخې ده دا خبره د خارجه څانګې د معمول نيوز بريفنګ په مهال د يوې پوښتنې په ځواب كښې وكړه۔ په اسلام آباد كښې د امريكائي سفير ډونلډ بلوم په پاكستان كښې د ټول ټاكنو نګران ادارې الېكشن كمېشن مشر سره د شوي اوسني ملاقات په اړه چې ده څخه كله پوښتنه وكړې شوه نو ده خبريال ته په دې اړه په اسلام آباد كښې امريكائي سفارت سره د تماس نيولو مشوره وركولو سره ووئيل سفارت خانه به په خوشحالۍ تا ته د دې ځواب دركړي۔ میتھیو ملر خبريال ته ووئيل چې ماته محسوسېږي چې ستا اشاره كوم پلو ده۔ د دې خبرې زه پخلې كوم كومه چې ما دې څخه وړاندې هم څو وارې كړې ده چې امريكا پاكستان كښې د ټاكنو نتيحو حوالې سره كوم دريځ نه لري۔ ده ووئيل مونږ په پاكستان كښې د كوم ګوند يا كانديد ملاتړ نه كوؤ۔ بياهم مونږ په پاكستان كښې د آزادو او سپېځلو ټاكنو په كولو زور راوړؤ٬ لكه څنګه چې مونږ په ګرده نړۍ كښې كوؤ۔










