کولمبو 09 ستمبر (اے پي پي) ایشیاﺀ کپ کرکټ ټورنامنټ سپر فور مرحله كښې به سبا د اتوار په ورځ پاكستان او هند ترمينځه لويه سيالي كېږي، د نړۍ دوه لويو ډلو ا سيالي به ماسپخين دوه نيمي بجے آر پریماداسا سټیډیم ، کولمبو كښې كېږي،د ټولي نړۍ د كركټ شائقین د هائی وولټیج میچ په بے صبرۍ سره انتظار كوي ځكه چې د دواړو ډلو ترمينځه تير ميچ د باران په و جه ځپلې شوې ؤ، د پاکستانی ډلي مشري به بابر اعظم کوي دغسې په نورو لوبغاړو كښې شاهین شاه آفریدی ، محمد رضوان ، حارث رؤف ، نسیم شاه او امام الحق شامل دي۔ د هند ډلي مشري به روهیت شرما كوي او په نورو لوبغاړو كښې ویرات کوهلی ، روندرا جدیجا ، جسپریت بمرا ، هارډیك پانډیا شامل دي۔د ټورنامنټ فائنل به په 17 ستمبر کېږي۔