بیجنګ 08 ستمبر (اے پي پي) د چین په سیچوان صوبهكښې په يوه تراكي پېښه كښې 5 كسان مړھ دغسې 16 ژوبل شوې دي۔د چین خبررسني اداري له مخې د کاؤنټی پارټی پبلسټی ډپارټمنټ وياند ميډيا ته ووئيل دازو کاؤنټی په ماما ټاؤن كښې په زوشی سړك يو ټرك چپه كيدو سره د مسافرو بس سره جنګيدلې چې په نتيجه كښې ئې 5 كسان مړه او 16 ژوبل شوې دي۔ده ووئيل د پېښي په وخت ټرك كښې يواځي ډرائیور موجود ؤ دغسې په بس كښې د ډرائیور او کنډیکټر پشمول 20 كسان ناست ؤ۔ده ووئيل مړه او ژوبل كسان نزدې روغتون ته رسولې شوي۔ده ووئيل پلټنو څخه به معلومه شي چې ټرک د تند رفتارۍ له امله بے قابو كيدو سره پريوتې دغسې په دې اړه ځائې پولیس پلټني كوي۔