کویت سټی 08 ستمبر (اے پي پي) د کویت ولی عهد شیخ مشعل الاحمد الصباح به د رواني مياشت په آخر كښې د چین دوره کوي۔د کویت خبررسني اداري له مخې د دفاع وزير احمد فهد الاحمد الصباح په کویت كښې د چین سفیر ژانګ جیانویل سره د ملاقات په مهال د ولي عهد د دوري د تیارو په اړه د خيالاتو څرګندونه كړې ده۔ ولی عهد شیخ مشعل الاحمد الصباح به د خپلي دوري په مهال په ګڼو څانګو كښې د دواړه هېوادونو ترمينځه په ځيني مهمو لوظنامو لاس ليك كوي۔د چین دورې په مهال د پلاوي مشري به د دفاع وزير كوي چې پكښې د کویت خارجه وزير شیخ سالم عبدالله الجابر الصباح، د تيلو وزير سعد البراق او د خزاني وزیر مناف عبدالعزیز الحاجری شامل دي۔