
اسلام آباد 07 ستمبر (اے پی پی) نګران وزیراعظم انوار الحق کاکړ ټولنه عدم برداشت څخه پاكولو او ورورولۍ ته د ودې وركولو په حاجت زور راوړلو سره وئيلي چې د مذهبی روادارۍ او همغږۍ ښه اصول زمونږ لپاره د لاري مشال دي، د بې وزله طبقې ښېګړي لپاره د بوهره کمیونټی خذمات د ستائني وړ دي۔ د وزیراعظم آفس میډیا ونګ د اړخه جاري شوي بيان له مخې د دې خيالاتو څرګندونه ده د شهزاده حسین برهان الدین په مشرۍ كښې د بوهره کمیونټی پلاوي سره په خپلو خبرو كښې وكړه كوم چې د زيارت په ورځ ده سره ملاقات وكړو۔ ملاقات كښې حسین برهان الدین وزیراعظم ته د خپل پلار او بوهره کمیونټی روحانی پیشوا سیدنا ډاکټر مفضل سیف الدین د اړخه د نيكو هيلو پیغام ورسولو۔ په دې موقع وزیراعظم ووئيل مذهبی رواداری او همغږي د قائداعظم محمد علی جناح زرين اصول دي كوم چې د پاکستان بنیاد دې او زمونږ لپاره د لارې مشال دي۔ په ملاقات كښې وزیراعظم ټولنه د عدم برداشت څخه پاكولو او د ورورولۍ ودي لپاره په شريكو هڅو زور راوړو۔ وزیراعظم سماجی، فلاحی، تعلیمی، معاشی او نورو څانګو كښې د بوھره کمیونټی خذمات وستائل۔ پلاوي وزیراعظم په کراچۍ كښې د بوهره کمیونټی جوړيدونكي روغتون په اړه خبر كړو۔ وزیراعظم ووئيل د بې وزله طبقې ښېګړي لپاره د بوهره کمیونټی خذمات د ستائني وړ دي۔ پلاوي وزیراعظم د بوهره کمیونټی بېلو روانو منصوبو څه خبر كړو۔ وزیراعظم په ملاقات كښې اړوندو چارواكو ته بوهره کمیونټی سره د مرستي او دوئي لپاره د بشپړه آسانيو رامخې ته كولو سپارښتنه وكړه