د اېشيا كپ كركټ ټورنامنټ سپر فور راؤنډ ٬ د سري لنكا او بنګله دېش ترمينځه مېچ به د ستمبر په 9 مه نېټه ٬ د روايتي حريف پاك هند مقابله به په 10 مه نېټه كېږي

کولمبو۔7ستمبر (اے پی پی) د اېشین کرکټ کونسل تر انتظام لاندې د اېشیا کپ کرکټ ټورنامنټ 16 م اېډیشن كښې د سختو مقابلو لړۍ روانه ده د كوم كوربتوب چې پاكستان او سري لنكا كوي۔ د ټورنامنټ سپر فور راؤنډ كښې به د ستمبر په 9 مه نېټه يو بل مېچ كولې شي په كوم كښې به چې د دفاعي چېمپئن سري لنكا او بنګله دېش ترمينځه مقابله په آر پریما داسا سټیډیم ، کولمبو كښې كېږي۔ دا مېچ به د پاكستان د معياري وخت لمخې د ورځې 2 نيمې بجې پېل كېږي۔ سری لنکن لوبډله دفاعي چېمپئن ده۔ په ټورنامنټ كښی 6 لوېډلې ټائټل ترلاسه كولو له په مېدان كښې دي په كومو كښې چې دفاعي چېمپئن سري لنكا ٬ هند ٬ بنګلادېش ٬ افغانستان او نيپال شامل دے٬ دا شپږ لوبډلې په دوه ګروپونو كښې وېشلې شوي دي۔ په ګروپ اے كښې پاکستان ، هند او نیپال او په ګروپ بي كښې دفاعی چیمپئن سری لنکا ، افغانستان او بنګله دېش شامل دے۔ په سپر فور راؤنډ كښې به د روايتي حريف پاكستان او هند ترمينځه مقابله په 10 ستمبر د سري لنكا پلازمينه كولمبو كښې كېږي۔ هندي لوبډلې ډلې ته تر ټولو زيات 7 ځله د دې ټائټل ترلاسه كولو اعزاز ترلاسه دے۔ سری لنکن لوبډلې 6 ځله او پاكستان 2 ځله دا ټائټل په خپل نوم كړے دے۔ د ټورنامنټ سپر فور پراؤ به 6 ستمبر څخه پېل كېږي او په 15 ستمبر به پايې ته رسي او د دوه فائنلسټ لوبډلو ترمينځه د ټورنامنټ فائنل مېچ به په 17 ستمبر كولې شي