استنبول۔7ستمبر(اے پی پی) سعودی عربستان د تركيه په استنبول ښار كښې مېشته خپلو وګړو ته سېلاب ځپليو سيمو څخه د لرې پاتې كېدو او غېر ضروري سفر څخه د ډډې كولو هدايت كړے دے۔ د سعودي خبري اژانس لمخې په استنبول كښې سعودي قونصل خانې په خپل ټويټ كښې وئيلي دي چې مونږ هيله لرؤ چې زمونږ هر وګړې به په دې لړ كښې د ځايي چارواكو په هداياتو عملدرآمد وكړي۔ قونصل خانې وئيلي دي چې وګړي دې سېلاب ځپليو سيمو څخه لرې پاتې شي او غېر ضروري سفر دې نه كوي۔ قونصل خانې دا هم وئيلي چې وګړي كوم هم بېړني صورتحال كښې د قونصل خانې په 00905309552120 – 00966920033334 لمبرو تماس نيولې شي۔ دا خبره دې ښكاره وي چې د استنبول په قطبي سيمو كښې د زياتو بارانونو د لاسه د سېلاب صورتحال رامخې ته شوې دې۔