هند پاك چين پولې سره پيوستو قطبي سيمو كښې 10 ورځنې فضائي مشق پيل كړو

نوې ډيلې ۔5 ستمبر(اے پی پی) هند پاك چين پولې سره پېوستو قطبي سيمو كښې 10 ورځنې فضائي مشق پېل كړے دے۔ د كشمير ميډيا سروس له مخې تېره ورځ پېل شوي فضائي مشق كښې د جنګي الوتكو په شمول رافیل او میراج او دغسې جنګي چورلكې ٬ چنوک، اپاچی او نورې برخه اخلي۔ دا مشق به تر 14 ستمبر دوام لري۔ هند دا مشق پاك چين پولې سره پېوست شمالي سيمو لداخ، هماچل پردیش، جموں و کشمیر ، پنجاب ،اتراکھنډ، سکم او اروناچل پردیش كښې په 1400کلومیټر سيمه كښې كوي۔ فضائی مشق كښې د برخه اخستونكو جنګي الوتكو د آواز له امله د كشمير اولس سختې ويرې سره مخ شوي دي۔ د دفاعی تجزیه کارو له مخې دا مشق د پاك چين فضائی مشق ‘شاهین ایکس’ په ځواب كښې پېل كړې شوې دې چې مقصد يۍ په سيمه كښې خپله سرلوړي ثابتول دي۔ چین پاکستان تربیتی فضائی مشق د اګست په پايه كښې پېل شوې او دا به د ستمبر تر نيمائي دوام لري۔