د افغانستان او سري لنكا لوبډلو ترمينځه د ایشیا کپ کرکټ ټورنامنټ شپږم مېچ (سبا) كېږي

اسلام آباد۔4 ستمبر(اے پی پی) د اېشین کرکټ کونسل تر اهتمام لاندې د روان ایشیا کپ کرکټ ټورنامنټ په 16م اېډيشن كښې د سختو او خوندورو سيالو لړۍ روانه ده د كومو كوربتوب چې پاكستان او سري لنكا كوي۔ په ټورنامنټ كښې به (سبا) د نهې په ورځ يو بل مېچ كولے شي كوم به چې د ګروپ بي لوبډلو افغانستان او سري لنكا ترمينځه په قذافي سټېډيم لاهور كښې كېږي۔ دا مېچ به د پاكستان د معياري وخت لمخې د ورځې 2 نيمې بجې پېل كیږي۔ سري لنكا د خپل ګروپ په اولني مېچ كښې بنګله دېش ته په 6 وكټو ماتې وركړې وه او هغه 2 پوائنټس سره په ټاپ پوزيشن ده۔ بنګله دېش دوه مېچونه كړي دي په يو كښی يۍ افغانستان ته 89 رنز سره ماتې وركړې او په بل كښې يۍ د سري لنكا په ضد ماتې خوړلې ده۔ دا د ايشيا كپ 16 م اېډيشن دے٬ د ټورنامنټ مېچونه 30 اګست څخه تر 17 ستمبر 2023 د انټرنېشنل فارمېټ په توګه په پاكستان او سري لنكا كښې كولې شي۔ د ټورنامنټ فائنل مېچ به په 17 ستمبر آر پریما داسا انټرنیشنل کرکټ سټیډیم ، کولمبو كښې كولې شي۔ سری لنکن لوبډله دفاعی چېمپئن ده۔ په ټورنامنټ كښی به 6 لوېډلې ټائټل ترلاسه كولو په مېدان كښې وي په كومو كښې چې دفاعي چېمپئن سري لنكا ٬ هند ٬ بنګلادېش ٬ افغانستان او نيپال شامل دے٬ دا شپږ لوبډلې په دوه ګروپونو كښې وېشلې شوي دي۔ په ګروپ اے كښې پاکستان ، هند او نیپال او په ګروپ بي كښې دفاعی چیمپئن سری لنکا ، افغانستان او بنګله دېش شامل دے۔ هندي لوبډلې ډلې ته تر ټولو زيات 7 ځله د دې ټائټل ترلاسه كولو اعزاز ترلاسه دے۔ سری لنکن لوبډلې 6 ځله او پاكستان 2 ځله دا ټائټل په خپل نوم كړے دے۔ د ټورنامنټ سپر فور مرحله به 6 ستمبر څخه تر 15 ستمبر روانه وي ٬ د دوه فائنلسټ لوبډلو ترمينځه مېچ به په 17 ستمبر كولې شي