د پاكستان كركټ بورډ مېنجمنټ كمېټۍ چيئرمېن د سوئيلي افريقا وېمنز په ضد د سيريز په ګټلو قامي لوبډلې ته مباركي

کراچۍ۔ 04 ستمبر (اے پی پی) د پاكستان كركټ بورډ مېنجمنټ كمېټۍ چيئرمېن ذكا اشرف د سوئيلي افريقا وېمنز په ضد په درې ټي ټونټي انټرنېشنل مېچونو د مشتمل سيريز په ګټلو د پاكستان وېمنز لوبډلې كپتان ندا ډار، لوبغاړو او ټيم مېنجمنټ ته مباركي وركولو سره وئيلي دي ټولو لوبغاړو د غوره لوبې څرګندونه كړې ده۔ د پاکستان کرکټ بورډ لخوا جاري شوي د مباركۍ پېغام كښې ذكا اشرف ووئيل چې د ورلډ کپ فائنلسټ په ضد دا بريا زيات اهميت لري۔ ده هيله ولرله چې قامي لوبډله به د سيريز درېم مېچ ګټلو سره 0-3 سره كلين سويپ وكړي او د يو ورځني مېچونو په سيريز كښې به هم دغسې د غوره كاركردګۍ څرګندونه وكړي۔ دا خبره دې ياده وي چې پاکستان وېمنز لوبډلې د سوئيلي افريقا وېمنز په ضد روان د درې ټي ټونټي مېچونو په سيريز كښې د 0-2 پرېكنده بريا ترلاسه كړې ده۔