اسلام آباد۔4 ستمبر(اے پی پی) د شهدائے پاکستان ګولډ کپ هاکی ټورنامنټ آرګنائزنګ کمېټۍ غونډه (سبا) د نهې په ورځ كېږي۔ د غونډې مشري به د آرګنائزنګ کمېټۍ چیئرمېن راؤ سلیم ناظم كوي۔ په غونډه كښې به د ټورنامنټ انتظاماتو ته حتمي شكل وركولې شي۔ شهدائے پاکستان ګولډ کپ هاکی ټورنامنټ به 6 څخه تر 10 ستمبر په زرعی یونیورسټی ګراونډ، فېصل آباد كښې كېږي۔ دا ټورنامنټ به د ناک آؤټ سسټم لاندې كولې شي۔