پالے كیلی 03 ستمبر (اے پي پي) ایشیا كپ 2023 كښې به سبا د ګل په ورځ يواځنې ميچ د هند او نیپال ترمينځه پالے كیلی كښې كېږي، ګروپ اے څخه پاكستان د 3 پوائنټس سره سپر فور مرحلے لپاره كوالیفائی كړې دې۔هند د يو پوائنټ سره په دويم لمبر دے، د پاكستان او هند ترمينځه میچ د باران له امله ځپلې شوي، ایشیا كپ په سيالو سلسله پاكستان او سری لنكا كښې روانه ده۔میګا ایونټ كښې پاكستان ، هند ، سری لنكا ، بنګله دیش ، افغانستان او د نیپال ډلي شاملي دي، د ټورنامنټ فائنل به په 17 ستمبر كولمبو كښې كېږي۔