د پاكستان او هند ترمينځه د ايشيا كپ كركټ ټورنامنټ درېم مېچ (سبا) په سري لنكا كښې كېږي٬ مېچ به د پاكستان د معياري وخت لمخې د ورځې 2 نيمې بجې پيل كيږي

کولمبو۔01 ستمبر (اے پی پی) د اېشین کرکټ کونسل تر انتظام لاندې د ایشیا کپ کرکټ ټورنامنټ 16م اېډيشن پېل شوے دے د كوم كوربتوب چې پاكستان او سري لنكا كوي۔ پاكستان لوبډله به خپل دوهم ګروپ مېچ په 2 ستمبر د روايتي حريف هند په ضد پالے كېلي انټرنېشنل كركټ سټېډيم ٬ كېنډي كښې كوي۔ دا مېچ به د پاكستان د معياري وخت لمخې د ورځې 2 نيمې بجې پېل كېږي۔ پاکستان د ګروپ اے په اولني مېچ كښی نيپال ته لويې مارجن 238 رنز سره ماتې وركولو سره نه يوازې دا چې د ټورنامنټ پېل په فاتحانه ډول كړې بلكې حريف لوبډلو لپاره يۍ د خطر ټلۍ هم غږولې ده۔ د پاكستان او هند ترمينځه مېچ به په 2 ستمبر پالے کیلی انټر نیشنل کرکټ سټېډیم ، کېنډی كښې كېږي۔ پاکستان او هند دې څخه وړاندې په اېشیا کپ كښې 15 مېچونو كښې يو بل ته مخامخ شوي دي په كومو كښې چې هند په 8 او پاكستان په 6 مېچونو كښې كاميابي ترلاسه كړې ده۔ د ټورنامنټ مېچونه به 30 اګست څخه تر 17 ستمبر 2023 په پاكستان او سري لنكا كښې او فائنل مېچ به په 17 ستمبر آر پریما داسا انټرنیشنل کرکټ سټیډیم ، کولمبو كښې كولې شي۔ سری لنکن لوبډله دفاعي چېمپئن ده۔ په ټورنامنټ كښی به 6 لوېډلې ټائټل ترلاسه كولو په مېدان كښې وي په كومو كښې چې دفاعي چېمپئن سري لنكا ٬ هند ٬ بنګلادېش ٬ افغانستان او نيپال شامل دے٬ دا شپږ لوبډلې په دوه ګروپونو كښې وېشلې شوي دي۔ په ګروپ اے كښې پاکستان ، هند او نیپال او په ګروپ بي كښې دفاعی چیمپئن سری لنکا ، افغانستان او بنګله دېش شامل دے۔ هندي لوبډلې ډلې ته تر ټولو زيات 7 ځله د دې ټائټل ترلاسه كولو اعزاز ترلاسه دے۔ سری لنکن لوبډلې 6 ځله او پاكستان 2 ځله دا ټائټل په خپل نوم كړے دے۔ د ټورنامنټ سپر فور پراؤ به 6 ستمبر څخه پېل كېږي او په 15 ستمبر به پايې ته رسي او د دوه فائنلسټ لوبډلو ترمينځه د ټورنامنټ فائنل مېچ به په 17 ستمبر كولې شي