د ايشيا كپ كركټ ټورنامنټ 16م ايډیشن (سبا) په پاكستان كښې پيل كيږي٬ پاكستان او سري لنكا به كوربتوب كوي٬ 6 لوبډلې به د ټائټل ترلاسه كولو لپاره په ايكشن كښې وي٬ د پاكستان او هند ترمينځه مقابله به د ستمبر په 2 مه نيټه كيږي

اسلام آباد۔29اګست(اے پی پی) د اېشین کرکټ کونسل تر اهتمام لاندې اېشیا کپ ټی ۔20 کرکټ ټورنامنټ (سبا) څخه پېل كېږي ٬ د دې كوربتوب به پاكستان او سري لنكا كوي۔ دا به د اېشیا کپ 16 م اېډيشن وي۔ د پاكستان او سري لنكا د ګډې كوربتوب كښې به په ټورنامنټ كښې 6 لوبډلې برخه اخلي۔ دا به اولنې اېشيا كپ وي چې كوربتوب به يۍ يو شمېر هېواد …

اسلام آباد۔29اګست(اے پی پی) د اېشین کرکټ کونسل تر اهتمام لاندې اېشیا کپ ټی ۔20 کرکټ ټورنامنټ (سبا) څخه پېل كېږي ٬ د دې كوربتوب به پاكستان او سري لنكا كوي۔ دا به د اېشیا کپ 16 م اېډيشن وي۔ د پاكستان او سري لنكا د ګډې كوربتوب كښې به په ټورنامنټ كښې 6 لوبډلې برخه اخلي۔ دا به اولنې اېشيا كپ وي چې كوربتوب به يۍ يو شمېر هېواد هېوادونه كوي۔ 4 مېچونه به په پاكستان او پاتې 9 مېچونه به په سري لنكا كښې كولې شي۔ دې څخه وړاندې به اېشیا کپ په ون ډے فارمېټ كښې كولې شو ٬ دا دوهم ځل دې چې په ټی۔20 فارمېټ كښې كولې شي۔ د ټورنامنټ اولنې مېچ به د ګروپ اے لوبډلو پاكستان او نيپال ترمينځه په ملتان كركټ ستېډيم كښې كولې شي۔ د پاكستان او هند ترمينځه مېچ به په 2 ستمبر پالے کیلی انټر نیشنل کرکټ سټېډیم ، کېنډی كښې كېږي۔ پاکستان او هند دې څخه وړاندې په اېشیا کپ كښې 15 مېچونو كښې يو بل ته مخامخ شوي دي په كومو كښې چې هند په 8 او پاكستان په 6 مېچونو كښې كاميابي ترلاسه كړې ده۔ د ټورنامنټ مېچونه به 30 اګست څخه تر 17 ستمبر 2023 په پاكستان او سري لنكا كښې او فائنل مېچ به په 17 ستمبر آر پریما داسا انټرنیشنل کرکټ سټیډیم ، کولمبو كښې كولې شي۔ سری لنکن لوبډله دفاعي چېمپئن ده۔ په ټورنامنټ كښی به 6 لوېډلې ټائټل ترلاسه كولو په مېدان كښې وي په كومو كښې چې دفاعي چېمپئن سري لنكا ٬ هند ٬ بنګلادېش ٬ افغانستان او نيپال شامل دے٬ دا شپږ لوبډلې په دوه ګروپونو كښې وېشلې شوي دي۔ په ګروپ اے كښې پاکستان ، هند او نیپال او په ګروپ بي كښې دفاعی چیمپئن سری لنکا ، افغانستان او بنګله دېش شامل دے۔ هندي لوبډلې ډلې ته تر ټولو زيات 7 ځله د دې ټائټل ترلاسه كولو اعزاز ترلاسه دے۔ سری لنکن لوبډلې 6 ځله او پاكستان 2 ځله دا ټائټل په خپل نوم كړے دے۔

مزید خبریں