اسلام آباد 28 اګست (اے پي پي) لنډمهاله وزيراعظم انوار الحق کاکړ وئيلي دي چې برتانيه كښې مېشته پاكستانيان د دواړو هېوادونو ترمېنځه د اړيكو لا بهترۍ له اهم كردار لوبوي۔ د ګل په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې لنډمهاله وزيراعظم انوار الحق کاکړ سره د برتانيه د هاٶس آف لارډز غړي عامر سرفراز ليدلي۔ د ملاقات په مهال د پاکستان او د …
لنډمهاله وزيراعظم انوار الحق کاکړ سره د برتانيه د پارلمان غړي لارډ عامر سرفراز وليدل

مزید خبریں
اسلام آباد 28 اګست (اے پي پي) لنډمهاله وزيراعظم انوار الحق کاکړ وئيلي دي چې برتانيه كښې مېشته پاكستانيان د دواړو هېوادونو ترمېنځه د اړيكو لا بهترۍ له اهم كردار لوبوي۔ د ګل په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې لنډمهاله وزيراعظم انوار الحق کاکړ سره د برتانيه د هاٶس آف لارډز غړي عامر سرفراز ليدلي۔ د ملاقات په مهال د پاکستان او د برتانيه ترمېنځه تجارت، سرمايه کارۍ، پرمختيائي منصوبه بندۍ او په نورو څانګو كښې د مرستې په وده د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ وزيراعظم په برتانيه په خاص توګه د برتانيه په سياسي نظم كښې د مېشته پاكستانيانو د خدماتو ستائنه وكړه۔ ده ووئيل چې برتانيه كښې مېشته پاكستانيان د دواړو هېوادونو ترمېنځه د اړيكو لا بهترۍ له اهم كردار لوبوي۔ په دې موقع لارډ عامر سرفراز انوار الحق کاکړ له د وزارت عظميٰ په چوكۍ سنبهالولو مباركي وركولو سره د برتانيه د سياسي قيادت او په برتانيه كښې د مېشته پاكستانيان لخوا د بشپړه مرستې باور وركړو۔










