په ګرده نړۍ كښې د باكسنګ نړيواله ورځ د اتوار په ورځ لمانځلې شي۔

اسلام آباد۔26اګست(اے پی پی( په ګرده نړۍ كښې د باكسنګ نړيواله ورځ د اتوار په ورځ د اګست په 27مه نېټه لمانځلې شي۔ د پاكستان باكسنګ فېډرېشن سېكرټري جرنل كرنل رېټائرډ ناصر اعجاز تنګ وئېلي دي په ټوله نړۍ كښې به د باكسنګ نړيواله ورځ د اګست په 27مه نېټه لمانځلې شي د كومې لپاره چې تيارۍ مكمل كړی شوي۔په دې ورځ به په ټول هېواد كښې د باكسنګ نمائشي …

اسلام آباد۔26اګست(اے پی پی( په ګرده نړۍ كښې د باكسنګ نړيواله ورځ د اتوار په ورځ د اګست په 27مه نېټه لمانځلې شي۔ د پاكستان باكسنګ فېډرېشن سېكرټري جرنل كرنل رېټائرډ ناصر اعجاز تنګ وئېلي دي په ټوله نړۍ كښې به د باكسنګ نړيواله ورځ د اګست په 27مه نېټه لمانځلې شي د كومې لپاره چې تيارۍ مكمل كړی شوي۔په دې ورځ به په ټول هېواد كښې د باكسنګ نمائشي مقابلې كولې شي۔په دې لړ كښې د فېډرېشن سره ټولو اړوند ادارو٬صوبائي او ريجنل اېسوسي اېشنز ته هدايات جاري كړے شوي۔ده ووئيل پاكستان باكسنګ فېډرېشن هر كال د اګست په 27مه نېټه د باكسنګ نړيوالې ورځې په موقع د نمائشي مقابلو اهتمام كوي او په دې ورځ به د لاهور٬كراچۍ٬پیښور٬ كوئټه ٬مظفرآباد او ګلګت بلتستان پشمول د هېواد په نورو ښارونو كښې مقابلې كېږي۔د مقابلو په اختتام ب كاميابو لوبغاړو ته انعامات وركولې شي۔

مزید خبریں