اسلام آباد۔25 اګست(اے پی پی) د پاكستان كركټ لوبډلې نوموړي بېټر او كپتان بابر اعظم په يو ورځني كركټ كښې نوے ريكارډ جوړ كړے دے۔ 28 كلن بابر اعظم تاريخ رقم كولو سره د زيارت په ورځ د افغانستان په ضد په درې يو ورځنيو مېچونو د مشتمل سيريز په دويم مېچ كښې په يو ورځني نړيوال كركټ كښې يو بل ريكار خپلې نامې ته واړولو۔ د افغانستان په ضد …
بابر اعظم په يو ورځني كركټ كښې نوے ريكارډ جوړ كړو

مزید خبریں
اسلام آباد۔25 اګست(اے پی پی) د پاكستان كركټ لوبډلې نوموړي بېټر او كپتان بابر اعظم په يو ورځني كركټ كښې نوے ريكارډ جوړ كړے دے۔ 28 كلن بابر اعظم تاريخ رقم كولو سره د زيارت په ورځ د افغانستان په ضد په درې يو ورځنيو مېچونو د مشتمل سيريز په دويم مېچ كښې په يو ورځني نړيوال كركټ كښې يو بل ريكار خپلې نامې ته واړولو۔ د افغانستان په ضد تېره ورځ شوي دويم مېچ كښې بابر اعظم د يو ورځني نړيوال كركټ اولنو 100 اننګز كښې تر ټولو زيات رنز جوړولو ريكارډ جوړولو سره اولنے پوزيشن ترلاسه كړو۔ بابر اعظم د ون ډے کېریئر اولنو 100 اننګز كښې د 58.43 اوسط سره 5142 رنز جوړولو سره دا اعزاز په خپل نوم كړے۔ دا يوه د يادونې وړ كارنامه ده۔ بلخوا هم دومره اننګز كښې د سوئيلي افريقا هاشم امله 4946 سره په دويم ٬ د وېسټ انډيز وېو رچرډز 4607 سره په دريم ٬ د وېسټ انډيز شائی هوپ 4436 سره په څلورم او د برطانيې جو روټ 4428 رنز سره په پنځم پوزيشن دے










