متحده عرب امارات دويم ټی 20 میچ كښې نیوزی لینډ له په 7 وكټو ماتې وركړو

دبئۍ 20 اګست (اے پي پي) متحده عرب امارات (یو اے ای ) په دويم ټی 20 میچ كښې نیوزی لینډ له په 7 وكټو سره ماتې وركړې دې،د یو اے ای دا د نیوزی لینډ په ضد كوم هم فارمیټ كښې وړومبۍ كاميابي وه،كوربه ډلي د 143 رنز هدف 16م اوور كښې د 3 وكټو په زيان سره ترلاسه كولو سره د درې میچونو سیریز 1-1 سره برابر كړې، …

دبئۍ 20 اګست (اے پي پي) متحده عرب امارات (یو اے ای ) په دويم ټی 20 میچ كښې نیوزی لینډ له په 7 وكټو سره ماتې وركړې دې،د یو اے ای دا د نیوزی لینډ په ضد كوم هم فارمیټ كښې وړومبۍ كاميابي وه،كوربه ډلي د 143 رنز هدف 16م اوور كښې د 3 وكټو په زيان سره ترلاسه كولو سره د درې میچونو سیریز 1-1 سره برابر كړې، محمد وسیم 50 رنز جوړ كړې ، آیان افضل خان ښه باؤلنګ كولو سره د میچ ښه لوبغاړې ګرځولې شوي۔دبئی انټرنیشنل سټیډیم كښې شوي ميچ كښې نیوزی لینډ وړومبې بیټنګ كولو سره مقرره 20 اوورز كښې د 8 وكټو په زيان 142 رنز جوړ كړې، مارك چیپمین 63 رنز جوړ كړې ، د یو اے ای آیان افضل خان د 20 رنز په عوض 3 لوبغاړي آؤټ كړې۔ ځواب كښې یو اے ای مطلوبه هدف 15.4 اوورز كښې د 3 وكټو په زيان ترلاسه كړې۔كپتان محمد وسیم په 29 بالونو 55 او آصف خان په 28 بالونو 48 رنز جوړ كړې۔

مزید خبریں