14 كسيزه قومي لوبډله اېشين سينئر مېنز والي بال چېمپئن شپ كښې ګډون له په 11 اګست ايران ته روانېږي

اسلام آباد۔9 اګست(اے پی پی) 14 كسيزه قومي لوبډله اېشين سينئر مېنز والي بال چېمپئن شپ كښې ګډون كولو له په 11 اګست ايران ته روانېږي۔ دا چېمپئن شپ به 16 څخه تر 26 اګست د ايران په ارميا ښار كښې كېږي په كوم كښې چې د آسيائي هېوادونو 18 لوبډلې برخه اخلي۔ پاكستانۍ لوبډله بنګله دېش او كوريا سره اېښودلې شوې ده۔ د 14 كسيزه قامي لوبډلې مشري مبشر …

اسلام آباد۔9 اګست(اے پی پی) 14 كسيزه قومي لوبډله اېشين سينئر مېنز والي بال چېمپئن شپ كښې ګډون كولو له په 11 اګست ايران ته روانېږي۔ دا چېمپئن شپ به 16 څخه تر 26 اګست د ايران په ارميا ښار كښې كېږي په كوم كښې چې د آسيائي هېوادونو 18 لوبډلې برخه اخلي۔ پاكستانۍ لوبډله بنګله دېش او كوريا سره اېښودلې شوې ده۔ د 14 كسيزه قامي لوبډلې مشري مبشر رضا كوي او مراد جان به ده سره نائب وي۔ په نورو لوبغاړو كښې عثمان فریاد، آفاق جان، ظهیر احمد، محمد حامد، مصور، دیناټ، کاشف نویدِ، حامد زمان، مراد خان، حیدر فاروق ، ناصر علی او بلال خان شامل دے۔ لوبډلې سره هېډ كوچ به د برازيل عیسی تائی وي او دده معاونت به احسان اقبال او محمد اسماعیل خان كوي۔ په چېمپئن شپ كښې له ګډون كولو څخه وروستو به قامي لوبډله په 27 اګست هېواد ته بېرته راستنېږي۔

مزید خبریں