توشه خانه كیس كښې د پی ټی آئی چیئرمېن 5 كلونو لپاره نااهل ، 3 كاله د زندان سزا، يو لكھه روپۍ جرمانه

اسلام آباد 05 اګست (اے پی پی) د اسلام آباد ډسټركټ اینډ سیشن كورټ توشه خانه كیس كښې د پی ټی آئی چیئرمېن عمران خان 5 كلونو لپاره نااهل كولو سره يو لكهه روپۍ جرمانه او 3 كلونو لپاره د زندان سزا اورولي ده،اسلام آباد سیشن عدالت جج همایوں دلاور د توشه خانه كیس سماعت وكړو چې پكښې عدالت د خالي په ورځ د پی ټی آئی چیئرمېن په ذاتی …

اسلام آباد 05 اګست (اے پی پی) د اسلام آباد ډسټركټ اینډ سیشن كورټ توشه خانه كیس كښې د پی ټی آئی چیئرمېن عمران خان 5 كلونو لپاره نااهل كولو سره يو لكهه روپۍ جرمانه او 3 كلونو لپاره د زندان سزا اورولي ده،اسلام آباد سیشن عدالت جج همایوں دلاور د توشه خانه كیس سماعت وكړو چې پكښې عدالت د خالي په ورځ د پی ټی آئی چیئرمېن په ذاتی حیثیت سره رابللې ؤ۔د پی ټی آئی چیئرمېن عدالت سهار 8 نيمي بجے رابللې ؤ خو هغه وړاندې نه شو۔سماعت په پيل جج همایوں دلاور استفسار وكړو چې آيا د پی ټی آئی د اړخه كوم وكيل راغلې ؟ جج د اړخه توشه خانه كیس بيا بيا كال كړې شو۔د پی ټی آئی د اړخه څوك هم وړاندې نه شو په دې جج د الیكشن كمیشن وكیل امجد پرویز څخه استفسار وكړو چې څه وئيل غواړي ؟ كوئی شعر او شاعری واوروه۔دې نه پس د كیس سماعت چې كله بيا پيل شو نو د پی ټی آئی وكیل خالد یوسف عدالت ته وړاندې شو او وئويل ئې چې خواجه حارث احتساب عدالت كښې موجود دې،لږ وخت راكړئ۔الیكشن كمېشن وكیل امجد پرویز ووئيل نه يواځي خواجه حارث بلكه چیئرمېن پی ټی آئی ته هم نن د حاضرۍ وئيلي شوې ؤ۔جج همایوں دلاور د پی ټی آئی وكیل څخه استفسار وكړو چې د د پی ټی آئی چیئرمېن به عدالت ته څه وخت راځي ؟ په دې خالد یوسف وئويل خواجه حارث به سیشن عدالت ته راځي،هغه به تفصیلات وائي۔جج ووئيل ما ته د هغه كيس نامه اوايه كوم كښې چې خواجه حارث مصروف دې په دې وكيل ووئيل خواجه حارث د پی ټی آئی چیئرمېن او بشریٰ بی بی ضمانتونو كیس كښې مصروف دې ، هغه به راشي ۔په دې د الیكشن كمیشن وكیل امجد پرویز ووئيل ما ته چا وئيلي چې احتساب عدالت كښې د كیس معامله دوه نيمي بجے ده، خالد یوسف ووئيل دغه يوه جلا خبره ده احتساب عدالت كښې چې وخت مرضی وي سماعت دي وشي۔جج همایوں دلاور ووئيل كه تر شپے خواجه حارث وړاندې نه شي نو بيا به څه كولې شي؟ سیشن عدالت 8 نيمي بجے خواجه حارث رابللې ؤ،په وړومبي كال ملزم رانغلو نو ناقابل ضمانت وارنټ ګرفتاری جاری كېږي۔جج ووئيل اسلام آباد هائیكورټ د پريكړي په رڼا كښې تر 12 بجے وقفه كېږي، خواجه حارث كه تر 12 بجے وړاندې نه شو نو اوريدلو نه غير به پريكړه كولې شي۔سیشن عدالت كښې توشه خانه كیس سماعت دريمي وقفے نه پس پيل شو نو د الیكشن كمیشن وكيلان عدالت ته وړاندې شو، جج پوښتنه وګړه څوك وړاندې شوي يا نه ؟عدالت وئويل څلورم سماعت كښې هم خواجه حارث عدالت ته وړاندې نه شو،مونږ پريكړه محفوظ كوو، 12 نيمي بجے به اورولې شي ،دغسې د پی ټی آئی چیئرمېن وكیل نعیم پنجوتھا ضلعی كچهری ته رسيدلې دې نه پس خواجه حارث هم عدالت ته ورسيدو۔د كیس سماعت پيل شو نو خواجه حارث ووئيل ما له د څه وئيلو اجازه شته؟ زه ستاسو په ضد ټرانسفر خواست دائر كوم ،په دې جج همایوں دلاور وئويل توشه خانه كیس كښې د پی ټی آئی په چیئرمېن الزامات ثابت شوې، په هغه د دروغو اثاثے څرګندولو الزام ثابت شوې۔عدالت د تحریك انصاف چیئرمېن ته د 3 كلونو زندان سزا واوروله او هغه ئې يو لاكھ روپۍ جرمانه هم كړو

مزید خبریں