ګال۔17جولائی(اے پی پی) د پاكستان كركټ لوبډلې د سري لنكا په ضد د ګال ټېسټ په دويمه ورځ په خپل اولني اننګز كښې د 5 وكټونو په زيان 221 رنز جوړ كړل۔ دې څخه وړاندې سري لنكن لوبډلې د ټولو لوبغاړو په آؤټ كېدو 312 رنز جوړ كړي وو۔ قومي لوبډلې له به خساره ختمولو له نور 91 رنز كول وي۔ دا مهال آغا سلمان 61 او سعود شكيل 69 …
ګال ټېسټ ٬ پاكستان د سري لنكا په ضد په خپل اولني اننګز كښې د 5 وكټونو په زيان 221 رنز جوړ كړل ٬ خساره ختمولو له به نور 91 رنز كول وي

مزید خبریں
ګال۔17جولائی(اے پی پی) د پاكستان كركټ لوبډلې د سري لنكا په ضد د ګال ټېسټ په دويمه ورځ په خپل اولني اننګز كښې د 5 وكټونو په زيان 221 رنز جوړ كړل۔ دې څخه وړاندې سري لنكن لوبډلې د ټولو لوبغاړو په آؤټ كېدو 312 رنز جوړ كړي وو۔ قومي لوبډلې له به خساره ختمولو له نور 91 رنز كول وي۔ دا مهال آغا سلمان 61 او سعود شكيل 69 رنز سره په وكټ موجود دے۔ د ګل په ورځ په ګال انټرنېشنل سټیډیم كښې د روان اولني ټېسټ په دويمه ورځ سري لنكا د تېرې ورځ سكور 242 رنز 6 كسان اؤټ سره خپل اننګز يو وارې بيا پېل كړو۔ دغه مهال ډي سلوا 94 رنز سره په وكټ موجود وو۔ ډي سلوا غوره بېټنګ كولو سره خپله سنچري بشپړه كړه بياهم د كوربه لوبډلې كوم لوبغاړے تر زيات وخت په وكټ پاتے نه شو۔ دھننجیا ډی سلوا 122 رنز جوړو كړل ٬ په نورو لوبغاړو كښې رمیش مینډس 5، جے سوریا 4 او کاسن رجیتھا 8 رنز جوړولو سره آؤټ شو۔ پاكستاني باؤلرانو كښې نسيم شاه ٬ شاهين آفريدي او ابرار احمد 3 ٬ 3 او آغا سلمان يو وكټ ترلاسه كړو۔ پاكستان د 312 رنز په تعاقب كښې خپل اننګز په مايوسه كوؤنكي ډول پېل كړو۔ د 101 په مجموعي سكور د پاكستانۍ لوبډلې نيم لوبغاړي پولين ته لېږلې شوي وو۔ اوپنرز عبداللہ شفیق 19 ٬ امام الحق يو او شان مسعود څه نه څه ښه بېټنګ كولو سره 39 رنز جوړ كړل۔ دغسې كپتان بابر اعظم 13 او وکټ کیپر بېټر سرفراز 17 رنز جوړ كړل۔ په دې موقعه لیټ آرډر بېټرز سعود شکیل او آغا سلمان د پاكستان بېټنګ ته سهار وركړه او دواړو نيمه سنچري بشپړ كولو سره سكور 221 رنز ته ورسولو۔ د سری لنکن سپنر پراباتھ جے سوریا 3، کاسن رجیتھا او رمیش مینډس يو يو وكټ ترلاسه كړو۔ د وروستي سېشن په مهال د باران له امله د مېچ د دويمې ورځې لوبه د خپل وخت نه وړاندې ختمه كړې شوه۔ د دويمې ورځې د لوبې تر ختمېدو قومي لوبډلې د 5 وكټونو په زيان 221 رنز جوړ كړي او د اولني اننګز خسارې ختمولو له نورو 91 رنز ته اړتيا لري۔











