چټوګرام۔12جولائی(اے پی پی) بنګله دېش په درېم يو ورځني مېچ كښې افغانستان ته 7 وكټونو سره ماتې وركړه۔ د درې مېچونو سيريز 1-2 سره افغانستان په خپل نوم كړو۔ د بنګله دېش لوبډلې د 127 رنز مطلوبه هدف په 23.3 اوورز كښې د 3 وكټو په زيان ترلاسه كړو۔ د بنګله دېش شرف الاسلام د مېچ او د افغانستان فضل الحق فاروق د سيريز غوره لوبغاړے وګرځولے شو۔ د افغانستان …
بنګله دېش افغانستان ته ماتې وركړه ٬ سيريز افغانستان 1-2 سره په خپل نوم كړو

مزید خبریں
چټوګرام۔12جولائی(اے پی پی) بنګله دېش په درېم يو ورځني مېچ كښې افغانستان ته 7 وكټونو سره ماتې وركړه۔ د درې مېچونو سيريز 1-2 سره افغانستان په خپل نوم كړو۔ د بنګله دېش لوبډلې د 127 رنز مطلوبه هدف په 23.3 اوورز كښې د 3 وكټو په زيان ترلاسه كړو۔ د بنګله دېش شرف الاسلام د مېچ او د افغانستان فضل الحق فاروق د سيريز غوره لوبغاړے وګرځولے شو۔ د افغانستان لوبډلې اول بېټنګ كولو سره د ټولو لوبغاړو په آؤټ كېدو په 45.2 اوورز كښې 126 رنز جوړ كړل۔ د بنګله دېش ډلې د 127 رنز مطلوبه هدف په 23.3 اوورز كښې د 3 وكټونو په زيان ترلاسه كړو۔ د افغانستان لخوا عظمت اللہ عمرزئی 56 او كپتان حشمت الله شهيدي 22 رنز جوړ كړل۔ د بنګله دېش لخوا شرف الاسلام څلور او تسكين احمد او تېجل الاسلام دوه دوه كسان اؤټ كړل۔ په جواب كښې د بنګله دېش لوبډلې د كپتان لټن داس د 53 رنځونو له امله مطلوبه هدف په 23.3 اوورز كښې ترلاسه كړو۔ افغانستان په دې مېچ كښې د ماتې خوړولو باوجود د درې مېچونو سيريز 1-2 سره په خپل نوم كړو۔ د بنګله دېش شرف الاسلام د مېچ او د افغانستان فضل الحق فاروق د سيريز غوره لوبغاړے وګرځولے شو











