د قومي اقتصادي كونسل انتظاميې كمېټۍ د وزيراعظم د يو لك زرعي ټيوب ويلز شمسي توان ته د اړولو او مهمند ډيم څخه په قامي ګرډ كښې د 800 مېګاواټ برېښنا شاملولو منصوبې پي سي ون پشمول د يو شمېر مهمو منصوبو منظوري وركړه

اسلام آباد 11جولائی (اے پی پی) د قومي اقتصادي كونسل انتظاميې كمېټۍ(ايكنك) د وزيراعظم د يو لك زرعي ټيوب ويلز شمسي توان ته د اړولو او مهمند ډيم څخه په قامي ګرډ كښې د 800 مېګاواټ برېښنا شاملولو منصوبې پي سي ون او د پوليو ختمولو بېړني پلان پشمول د يو شمېر مهمو منصوبو منظوري وركړې۔ د قامي اقتصادي كونسل انتظاميې كمېټۍ غونډه د نهې په ورځ د خزانې وفاقي …

اسلام آباد 11جولائی (اے پی پی) د قومي اقتصادي كونسل انتظاميې كمېټۍ(ايكنك) د وزيراعظم د يو لك زرعي ټيوب ويلز شمسي توان ته د اړولو او مهمند ډيم څخه په قامي ګرډ كښې د 800 مېګاواټ برېښنا شاملولو منصوبې پي سي ون او د پوليو ختمولو بېړني پلان پشمول د يو شمېر مهمو منصوبو منظوري وركړې۔ د قامي اقتصادي كونسل انتظاميې كمېټۍ غونډه د نهې په ورځ د خزانې وفاقي وزير اسحاق ډار په مشرۍ ګښې وشوه۔په غونډه كښې د تجارت وفاقي وزير سيد نويد قمر٬د خزانې خاص مرستيال طارق باجوه٬د محصولات خاص مرستيال طارق محمود پاشا٬ سېنېټر نثار احمد كهوړو٬د خېبرپښتونخوا حكومت مالياتي صلاحكار حمايت الله خان٬ وفاقي سېكترانو او د اړوندو وفاقي او صوبائي څانګو اعلٰې چارواكو ګډون وكړو۔ په غونډه كښې د قومي غذائي تحفظ او تحقيق وفاقي وزارت پنجاب٬خېبرپښتونخوا٬بلوچستان او سندھ كښې د وزيراعظم د زرعي ټيوب ويلونو شمسي توان ته د اړولو منصوبې جاج واخستلې شو او د دې منظوري وركړی شوه۔په دې به 377236.275 ملين روپۍ مصرف كولې شي او دا منصوبه به په درې كاله كښې بشپړ شي۔د دې منصوبې لاندې به يو لك زرعي ټيوب ويلونه شمسي توان ته اړولې شي۔په غونډه ګښې د خېبرپښتونخوا حكومت رورل اينډ انويسټمنټ اينډ انډسټريل سپورټ پراجېكټ جاج واخستلې شو او د دې منظوري وركړی شوه۔د دې له مخې به د خېبرپښتونخوا په ضم شويو ضلعو كښې سرمايه كارۍ او صنعتي څانګې ته وده وركړې شي۔په دې منصوبه به 110.700 ملين روپۍ مصرف كولې شي۔دا منصوبه به په دوه پړاونو كښې بشپړ كړې شي۔په غونډه كښې د سندھ حكومت د سندھ سولر انرجي پراجېكټ جاج واخستلې شو او د دې منظوري وركړی شوه په دې به 27418.13 ملين روپۍ مصرف كولې شي۔دا منصوبه به د نړيوال بانك قرضې سره بشپړ كولې شي۔دا منصوبه به د توان سلامتيا او د موسمياتي حوالې سره د پاكستان د نړيوالو لوظونو بشپړ كولو مهمه ذريعه وي۔په غونډه كښې د توان وزارت د مهمند ډيم څخه په قامي ګرډ كښې د 800 مېګاواټ برېښنا شاملولو منصوبې پي سي ون منظوري هم وركړې شوه۔په دې به 14319.18 ملين روپۍ مصرف كولې شي په كومو كښې چې 6318.38 ملين روپۍ غېر ملكي مرسته شامل ده۔د ايكنك غونډه كښې د مواصلات وزارت د كالا شاه كاكو ايګزټ څخه د كے اېل اېم ټو ملتان روډ لاهور بائي پاس منصوبې هم منظوري وركړې شوه۔ په دې منصوبه به 34446.585 ملين روپۍ مصرف كولې شي۔دا منصوبه به د سركاري څانګې كلن پرمختيائي پروګرام لاندې بشپړ كولې شي۔غونډه كښې د ډبليو اېچ او ٬ يونسف او د روغتيا صوبائي وزارت په مرسته د پوليو ختمولو بېړني پلان منظوري هم وركړی شوه۔په دې منصوبه به 1784.90ملين روپۍ مصرف كولې شي٬د دې منصوبې مقصد هېواد څخه د پوليو رنځ ختمول دي۔

مزید خبریں