اسلام آباد 04 جولائي (اے پي پي) پاکستان به په اېشين چيمپئنزټرافي كښې خپل وړومبې مېچ د ماليزيا په ضد په درېم اګست كوي٬ اېشن هائي فېډرېسن د هند په چنائي ښار كښې د درېم اګست نه تر 12م اګست كېدونكې اېشين چيمپيئنز ټرافي شېډول اعلان كړو٬ چې پكښې د ټولو لوبډلو يو پول جوړ كړې شوې دي٬ په ون يونټ كښې هند، کوريا، ماليزيا، پاکستان، جاپان او چين شامل …
پاکستان به په اېشين چيمپئنز ټرافي كښې خپل وړومبې مېچ د ماليزيا په ضد كوي

مزید خبریں
اسلام آباد 04 جولائي (اے پي پي) پاکستان به په اېشين چيمپئنزټرافي كښې خپل وړومبې مېچ د ماليزيا په ضد په درېم اګست كوي٬ اېشن هائي فېډرېسن د هند په چنائي ښار كښې د درېم اګست نه تر 12م اګست كېدونكې اېشين چيمپيئنز ټرافي شېډول اعلان كړو٬ چې پكښې د ټولو لوبډلو يو پول جوړ كړې شوې دي٬ په ون يونټ كښې هند، کوريا، ماليزيا، پاکستان، جاپان او چين شامل دي۔ پاكستان به خپل دوېم مېچ په څلورم اګست د كوريا٬ درېم مېچ د اګست په 6مه نيټه د جاپان٬ څلورم مېچ به د اګست په 7مه نيټه د چين او پنځم مېچ به د خپل روايتي حريف په ضد د اګست په 9مه نيټه كوي۔ د ون يونټ فائنل به د اګست په 12مه نيټه كېږي










