په ډنمارك كښې د قرآن كريم او د ترك ملي بيرغ بې حرمتي ٬ د تركيه غندنه

انقرہ ۔27مارچ (اے پی پی) ترک پارلیمانی سپیکر مصطفی شان توپ په دې وروستيو كښې په ډنمارك كښې د قرآن كريم او ترك ملي بېرغ بې حرمتۍ پېښې غندنه كړې ده۔ د ترك خبري اژانس له مخې ده د سماجي رابطې په وېب سائټ ټويټر په خپل يو بيان كښې د دې پېښو غندنه كولو سره ووئيل چې په ډنمارك كښې د ترك سفارت مخې ته د قرآن كريم او ترك بېرغ د بې حرمتۍ پېښه د قبلولو وړ نه ده او د دې د احازې وركولو غندنه كولې شي۔ ده ووئيل ډينش چارواكو او د قانون نړيوالو ادارو څخه غوښتنه كوم چې هغوي دې د اسلام عقيدو او مسلمانانو پېسې د خندا كولو په ضد خپلې ذمه وراۍ ترسره كړي۔ نائب صدر فواد اوکتائے هم په سوشل ميډيا وئيلي چې په ډنمارك كښې د قرآن كريم او ترك بېرغ د بې حرمتۍ اجازه وركوؤنكي ډينش چارواكي د غندنې وړ دي۔ د ترك دفاع وزارت هم خپل بيان كښې دا پېښې ناوړه ګرځولو سره د دې غندنه كړې ده