په مسجد الحرام او مسجد نبوي كښې د رمضان المبارك اولنۍ تراويح ٬ د لكھونو په شمير كسانو ګډون

مکه مکرمه ۔23مارچ(اے پی پی) د سعودي عربستان په مسجد الحرام او مسجد نبوي كښې د لكھونو په شمېر كسانو د رمضان المبارك اولنۍ شپې تراويح لمونځ جماعت سره ادا كړو۔ د سعودي خبري اژانس له مخې به مسجد الحرام او مسجد نبوي كښې تېره شپه ځايي وګړو ٬ مېشته غېر ملكي كسانو او ګردې نړۍ څخه عمرې له راغلې زائرينو د ماسخوتن او تراويح لمونځ ادا كړو۔ په مسجد الحرام كښې د امامت ذمه واري د مسجد الحرام امام او خطیب شېخ ډاکټر یاسر الدوسری او د حرمین الشریفین انتظامیې مشر شېخ ډاكټر عبد الرحمن السېدېس ترسره كړه۔ د حرمېن شریفین انتظامیې د زائرينو هركلي له ټول انتظامات بشپړ كړي دي٬ دغسې مسجد الحرام ته راتلونكو لپاره د آب زمزم او د حرم شريف د معطر كولو انتظام هم شوے دے۔(