د هند په اړيسه ايالت كښې ټرافيكي پیښه٬ 6 هندي عسكر سخت ژوبل شول

بهونيشور21مارچ(اے پی پی)د هند په اړيسه رايالت كښې په ټرافېكي پیښه كښې 6 هندي عسكر سخت ژوبل شوي۔د كشمير مېډيا سروس له مخې د انډوتبت پولې پوليس اهلكار د نهې په ورځ د رياست خورده ضلع كښې د بولا ګهړھ سره نزدې د ګاډي اپوټه كېدو له امله ژوبل شوي۔د پېښې اصل سبب تراوسه نه دے معلوم شوے۔د مېډيا رپورټس له مخې پوليس د پیښې ځاې ته رسېدلو سره پلټنې پېل كړې دي ۔