د چين صدر په درې ورځنۍ سركاري دوره روس ته ورسېد

ماسکو۔20مارچ(اے پی پی) د چين صدر شي جن پنګ په درې ورځنۍ سركاري دوره د روسيه پايه تخت ماسكو ته رسېدلے دے ۔ د روسي خبري اژانس له مخې د چينائي صدر الوتكه د روسيه د ځايي وخت له مخې يوه دقيقه كم يوه بجه د ګل په ورځ د ماسكو ونوکووو هوائې مېدان ته رسېدلې ۔ دا خبره دې ښكاره وي د چين صدر دا دوره د خپل روسي همڅنګ ولادیمیر پیوټن په بلنه كوي كومه به چې د روانې مياشتې 20 مې څخه تر 22 مې نېټې دوام لري