اسلام آباد 10 اګست (اے پی پی) د اطلاعات او خپرونو دوهمې وزيرې مريم اورنګزېب د پاكستاني فلم ډائرېكټر محمود رضا له"لوكارنو"فلم مېله كښې په اعلٰی ايوارډ ترلاسه كولو مباركي وركولو سره وئېلي دي د جامي په نامه پیژندونكې فلم"مور"هدايتكار جمشېد رضا ته ترلاسه كېدونكې ايوارډ د هغه د صلاحيتونو په نړيواله كچه اعتراف دے۔د زيارت په ورځ جاري شوي خپل بيان كښې مريم اورنګزېب ووئيل د آسيا په 8 …
مريم اورنګزېب د پاكستاني فلم ډائرېكټر محمود رضا له”لوكارنو”فلم مېله كښې په اعلٰی ايوارډ ترلاسه كولو مباركي وركړه

مزید خبریں
اسلام آباد 10 اګست (اے پی پی) د اطلاعات او خپرونو دوهمې وزيرې مريم اورنګزېب د پاكستاني فلم ډائرېكټر محمود رضا له”لوكارنو”فلم مېله كښې په اعلٰی ايوارډ ترلاسه كولو مباركي وركولو سره وئېلي دي د جامي په نامه پیژندونكې فلم”مور”هدايتكار جمشېد رضا ته ترلاسه كېدونكې ايوارډ د هغه د صلاحيتونو په نړيواله كچه اعتراف دے۔د زيارت په ورځ جاري شوي خپل بيان كښې مريم اورنګزېب ووئيل د آسيا په 8 هېوادونو كښې د جامي سره سره مهناز علوي ديوان هم ټاكلې شوې كوم چې يو اعزاز دے٬ پاكستان كښې د فلم پشمول په ټولو څانګو كښې د صلاحيت لرونكو كسانو كمې نشته٬يوازې موقعو ته اړتيا ده۔دې ووئيل جمهوري حكومت په هېواد كښې د فلم څانګې تجديد او ودې لپاره په پالېسۍ عمل كوي۔د فلم٬پروډكشن او براډكاسټنګ پالېسۍ ترمخه صلاحيت لرونكو ځوانانو ډاډګيرنه او د هغوي فني تربيه به باوري كولې شي۔دې ووئيل فلم په ټولنه كښې د مثبتو رجحاناتو او تصوراتو ودې له يوه ښه ابلاغي ذريعه ده۔جامي لوكرنو فلم ميلې”اوپن ډور ټو ريونيو فلم لېب”ايوارډ ترلاسه كړی ۔د جامي سره مهناز علوي ديوان هم پھ ميله كښې د پاكستان د اړخه د سټوډيو ريل فلم نمائنده وه۔











