اسلام آباد 09 اګست (اے پي پي) وزیراعظم شاهد خاقان عباسي په تېمرګرہ كښې د مېجر علي سلمان پشمول د 4 عسكرو په شهادت د غم دړد څرګندونه كولو سره وئيلي دي چې د ترهه ګرۍ په ضد جنګ په حقيقت كښې د خپلواكه قام حېثيت سره زمونږ د وجود د بقاء جنګ دے۔ د نهې په ورځ د وزیراعظم هاٶس لخوا د جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم وئيلي …
د ترهه ګرۍ په ضد جنګ په حقيقت كښې د خپلواكه قام حېثيت سره زمونږ د وجود د بقاء جنګ دے۔ د وزيراعظم شاهد خاقان عباسي

مزید خبریں
اسلام آباد 09 اګست (اے پي پي) وزیراعظم شاهد خاقان عباسي په تېمرګرہ كښې د مېجر علي سلمان پشمول د 4 عسكرو په شهادت د غم دړد څرګندونه كولو سره وئيلي دي چې د ترهه ګرۍ په ضد جنګ په حقيقت كښې د خپلواكه قام حېثيت سره زمونږ د وجود د بقاء جنګ دے۔ د نهې په ورځ د وزیراعظم هاٶس لخوا د جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم وئيلي دي چې زمونږ مېړني ځواكونو ترهه ګرو ته لوي زيان رسولې او ورسره ورسره ئې بې مثاله قربانۍ وړاندې كړې دي۔ وزیر اعظم ووئيل زمونږ د اتلانو د وينې هره قطره د دې خبرې ثبوت دے چې مونږ مورني هېواد څخه د ترهه ګرۍ لعنت خاتمې لپاره د قام په حېث يو موټې يو۔ ده ووئيل زمونږ په قانون نفاذ كوٶنكو ادارو د دا ډول بزدلانه بريد د ترهه ګرۍ په ضد زمونږ عزم متزلزل يا د ترهه ګرو عناصرو په ضد روانې كاروائۍ نشي كمزورې كولې۔ وزیراعظم د شهيدانو لوړو درجو لپاره دعا كولو سره ځپليو كورنيو سره د يوالي څرګندونه وكړه











