اسلام آباد 06 اګست (اے پي پي) پخواني وزيراعظم محمد نواز شريف وئيلي دي چې د قانون په حكمرانې باور لرم ځكه مو عدالتي پرېكړه منلې خو اولس د پانامه پرېكړه نه ده منلې٬ ادارو سره د ټكر پلوي نه يم٬ د سازش نه به پرده ضرور اوچتوم۔ د اتوار په ورځ پخواني وزيراعظم محمد نواز شريف سره د غبرګو ښارونو تجارانو په پنجاب هاؤس كښې ملاقات وكړو او ده …
د قانون په حكمرانې باور لرم ځكه مو عدالتي پرېكړه منلې٬ ادارو سره د ټكر پلوي نه يم٬ د سازش نه به پرده ضرور اوچتوم۔ د پخواني وزيراعظم محمد نواز شريف د غبرګو ښارونو تجارانو سره خبرې

مزید خبریں
اسلام آباد 06 اګست (اے پي پي) پخواني وزيراعظم محمد نواز شريف وئيلي دي چې د قانون په حكمرانې باور لرم ځكه مو عدالتي پرېكړه منلې خو اولس د پانامه پرېكړه نه ده منلې٬ ادارو سره د ټكر پلوي نه يم٬ د سازش نه به پرده ضرور اوچتوم۔ د اتوار په ورځ پخواني وزيراعظم محمد نواز شريف سره د غبرګو ښارونو تجارانو په پنجاب هاؤس كښې ملاقات وكړو او ده سره ئې د يووالي څرګندونه وكړه۔ په دې موقع پخواني وزيراعظم محمد نواز شريف ووئيل چې د قانون په حكمرانې باور لرم ځكه مو عدالتي پرېكړه منلې خو اولس د پانامه پرېكړه نه ده منلې۔ ميا محمد نواز شريف ووئيل چې د احتساب په نوم استحصال وكړے شو خو ټېټېږم به نه٬ اولس مېنډېټ راكړے٬ سوېلين بالادستي دې تسليم كړې شي۔ پخواني وزيراعظم پوښتنه وكړه چې د قومي خزانې اربونه روپې لوټ كوونكي تر نن ونه نيول شول٬ آئين ماتوونكو ته سزا ولې ورنه كړې شوه او آيا د پانامه په كېس كښې يوازې زما د كورنۍ نوم و۔











