پیښور 29 جون (اے پي پي)د افغانستان په خوست او پكتيا ولايتونو كښې د زلزلې له امله په لويه پیمانه په ځاني او مالي زيان د پاك افغان كوآپرېشن فورم په اشتراك سره د پاكستان الخدمت فاؤنډېشن نور پنځه ټركه د مرستې سامان انګور اډه بارډر لپاره روان كړے چې پكښې داروګان٬د خوراك څيزونه٬ترپالونه٬كمبلې او نور د مرستې څيزونه شامل دي۔د پیښور څخه د افغانستان زلزله ځپليو مرستې لپاره د …
د پاكستان الخدمت فاؤنډېشن لخوا د افغانستان زلزله ځپليو لپاره نور 5 ټركه د مرستې سامان روان كړو

مزید خبریں
پیښور 29 جون (اے پي پي)د افغانستان په خوست او پكتيا ولايتونو كښې د زلزلې له امله په لويه پیمانه په ځاني او مالي زيان د پاك افغان كوآپرېشن فورم په اشتراك سره د پاكستان الخدمت فاؤنډېشن نور پنځه ټركه د مرستې سامان انګور اډه بارډر لپاره روان كړے چې پكښې داروګان٬د خوراك څيزونه٬ترپالونه٬كمبلې او نور د مرستې څيزونه شامل دي۔د پیښور څخه د افغانستان زلزله ځپليو مرستې لپاره د مرستې سامان دوهم كهپ روانولو په موقع د الخدمت صوبائي صدر خالد وقاص د الخدمت پاكستان ډيزاسټر منيجمنټ مركزي پروګرام منيجر آصف جمال او د خېبرپښتونخوا ريجن مېډيا منيجر نور الواحد جدون سره مېډيا استازو سره خبرې وكړی۔ده ووئيل د افغانستان زلزله ځپليو مرستې لپاره الخدمت فاؤنډېشن د مرستې سامان دوهم كهپ روانه كړے او تراوسه د پاك افغان كوآپرېشن فورم به اشتراك تقريبا د درېو كروړه روپو ماليت سامان خوست او پكتيا لپاره روان كړے شوے ۔ده ووئيلد زلزلې له امله ځپليو دواړو ولايتونو كښې زمونږ د مرستې ډلې د وړاندې نه رسېدلي او دغې ډلو د سروے نه پس د الخدمت لخوا ځپليو سيمو كښې د سمدستي ضروري څيزونو ترسيل جاري ساتلے ٬ده ووئېل ډېرې زر به ډاكټران ٬طبي عمله او نورې مېډيكل ډلې هم ځپليو سيمو ته ولېږلې شي











