سكھ ياتريانو د مهاراجه رنجيت سنګھ په تلين د پاكستان واكمنو لخوا په كړو غوره انتظاماتو مننه وكره

لاهور 29 جون (اے پي پي) د مهاراجه رنجيت سنګھ 183م تلين كښې ګډون لپاره د هند نه راغلو سكھ ياتريانو د پاكستان واكمنو لخوا په كړو غوره انتظامات د تشكر څرګندونه كولو سره وئيلي دي پاكستان زمونږ دوېم كور دے او د دې ځاے اولس مونږ له ډېره مينه راكړې ۔ د شورو په ورځ په ګورودواره ډيره صاحب لاهور كښې د مهاراجه رنجيت سنګھ د تلين په موقع …

لاهور 29 جون (اے پي پي) د مهاراجه رنجيت سنګھ 183م تلين كښې ګډون لپاره د هند نه راغلو سكھ ياتريانو د پاكستان واكمنو لخوا په كړو غوره انتظامات د تشكر څرګندونه كولو سره وئيلي دي پاكستان زمونږ دوېم كور دے او د دې ځاے اولس مونږ له ډېره مينه راكړې ۔ د شورو په ورځ په ګورودواره ډيره صاحب لاهور كښې د مهاراجه رنجيت سنګھ د تلين په موقع اے پي پي سره په خبرو كښې ياتري پروفيسر كورتيج سنګھ ووئيل زه په هند كښې د تدريس څانګې سره تعلق لرم او په وړومبي ځل پاكستان ته راغلے يم او دلته په راتلو خوشحاله شوے يم ٬په خاص توګه د پنجاب اولس مونږ له ډېره مينه راكړه دا به تل ياد ساتو۔ بلوندر سنګھ ووئيل زما عمر 60 كاله دے او زما تل پاكستان ته د راتللو خواهش ٶ كوم چې ترسره شو۔ ده ووئيل زه د پاكستانو واكمنو مننه كوم۔ ده ووئيل مونږ ته دلته ټول ممكنه سهولتونه ترلاسه وو او د امنيت هم ښه انتظامات شوي۔ ده ووئيل زه د حكومت نه دا مطالبه كوم چې زمونږ نورې ګوردوارې دې هم ولټولې شي ۔ ده ووئيل مهاراجه رنجيت سنګھ نه يوازې د سكهانو بلكې د نيمې وچې د مېشته قامونو وياړ ٶ۔ ده ووئيل ھغوي چې پخپل دور كښې كوم اصلاحات كړي ھغه ټولو لپاره د لارې مشال ثابت شوي

مزید خبریں