پي آئي اے د اسلام آباد نه پس اوس لاهور څخه هم ملائيشيا لپاره د پروازونو سلسله بحال كړه

لاهور 26 جون (اے پي پي) د هوا بازۍ وفاقي وزير خواجه سعد رفيق په سپارښتنه پاكستان انټرنيشنل ايئرلائن (پي آئي اے) د اسلام آباد نه پس اوس لاهور څخه هم ملائيشيا لپاره د پروازونو سلسله بحال كړې ده،كوويډ بنديزونو نه پس وړومبې د اتوار په سهار لاهور څخه كوالالمپور لپاره روان شوې۔ د پي آئي اے وياند عبدالله حفيظ د اړخه د اتوار په ورځ جاري شوې اعلاميې له مخې په دې لړ كښې يوه دستوره وشوه او د لاهور په هوائي ميدان كيك كټ كړې شو او مسافرو له د ګلونو ډالۍ وړاندې كړې شوي۔ وياند ووئيل پي آئي اے اسلام آباد څخه كوالالمپور لپاره د اوونۍ په مهال دوه پروازونه وړاندې چلولې كيدل، د وفاقي وزير خواجه سعد رفيق په خاص سپارښتنه قومي ائر لائن د خپلو پروازونو شميره اضافه كوي۔