الهدي انټرنيشنل ويلفيئر فاؤنډيشن د اړخه په درې ټركونو مشتمل امددي سامان په طورخم پوله افغان چارواكو ته وسپارلې شو

لنډي کوتل 31 جنوري (اے پي پي) خېبر ضلع طورخم پوله د الهديٰ انټرنېشنل ويلفيئر فاؤنډيشن د اړخه د افغانستان اولس لپاره په درې ټركونو مشتمل امددي سامان افغان چارواكو ته سپارلې شوې۔ تفصيلاتو له مخې د ګل په ورځ الهديٰ انټرنېشنل ويلفيئر فاؤنډيشن د اړخه افغانانو لپاره په درې ټركونو مشتمل امدادي سامان چې پكښې کمبلې، داروګان ٬ اوړه او نرو سامان شامل دې د لنډي کوتل ايډيشنل اسسټنټ کمشنر اشرف الدين او الهدي ٰانټرنېشنل ويلفيئر فاؤنډيشن چارواكو په طورخم پوله د افغانستان چارواكو ته سپارلې دې دغسې چې د افعانستان د اولس ستونزې كمې شي