اسلام آباد 07 اکتوبر(اے پي پي)د خزانې او محصولات وفاقي وزير سينيټر محمد اورنګزيب د رسنې ماليات سټيئرنګ كمېټۍ غونډې مشري كولو سره تر مالياتي آسانيو رسنه كښې پراختيا لپاره په پام لرنې كوونكو څانګو كښې د پېشرفت جاج واخست۔د خزانې وزير ووئيل زور راوړو چې د كمېټۍ پام اوس عملدرآمد٬ د پيمائش وړ نتيجو او فالو اپ اقدامات پلو پكار دے او د ذيلي كمېټو د پريكړو او …
د خزانې وفاقي وزير محمد اورنګزيب په مشرۍ كښې د سټيئرنګ كمېټۍ غونډه٬د پام لرنې څانګو كښې د پیشرفت جاج واخستلے شو

مزید خبریں
اسلام آباد 07 اکتوبر(اے پي پي)د خزانې او محصولات وفاقي وزير سينيټر محمد اورنګزيب د رسنې ماليات سټيئرنګ كمېټۍ غونډې مشري كولو سره تر مالياتي آسانيو رسنه كښې پراختيا لپاره په پام لرنې كوونكو څانګو كښې د پېشرفت جاج واخست۔د خزانې وزير ووئيل زور راوړو چې د كمېټۍ پام اوس عملدرآمد٬ د پيمائش وړ نتيجو او فالو اپ اقدامات پلو پكار دے او د ذيلي كمېټو د پريكړو او د سفارشات په پېشرفت دې په رسمي توګه څارنه وكړې شي۔په غونډه كښې د ايس ايم اي فنانسنګ د پېشرفت هم جاج واخستلے شوه۔ووئېل شول چې جون 2026 كښې د ايس ايم اي فنانسنګ حجم 1.114 كهرب روپۍ ؤ كوم چې د ستمبر 2026 تر اختتام 23 ارب روپو زياتوالي سره 1.137 كهرب روپو څخه زيات شوے او د پور اغستونكو كسانو شمېره 25 زره څخه په زياتېېدو نزدې 350٬862 ته رسېدلې ده ۔د خزانې وزير د حكومت د مينځنۍ مودې هدف له مخې تر جون 2028 د ايس ايم اي فنانسنګ 2 كهرب روپو او د پور اغستونكو شمېره 775000 ته رسولو لپاره د رفتار لا تندولو هدايت وكړو ۔ده ووئيل د ايس ايم اي فنانسنګ اهاف سر كولو لپاره كمرشل بانكونو٬مائيكرو و فنانس ادارې او نورې مالياتي خذمات وركونكې ادارې د يو جامع نظام له مخې د ځان سره بوتلل دي۔ده ووئيل د كار استعداد كښې اضافه٬مالياتي خبرتيا٬دستاويزات كښې معاونت او د ډيجيټل آسانيو مقصد ايس ايم ايز ته رسمي مالياتي نظام څخه پور ترلاسه كولو لپاره زيات اسان جوړول پكار دي۔د زرعي فنانسنګ په اړه غونډې ته ووئيل شول چ جون 2026 كښې د زرعي پورونو حجم 1.26 كهرب روپۍ ؤ كوم چې د ستمبر تر اختتام 94.7 ارب روپو اضافې څخه 1.35 كهرب روپو څخه زيات شوے ۔ د زرعي پورونو اغستونكو شمېره هم د 196303 زياتوالي سره نزدې 34 لكه 60 زره ته رسېدلې۔په غونډه كښې د قامي غذائي تحفظ او تحقيق وزارت وفاقي سېكرټري٬د سكيورټيز اينډ ايكسچينج كمېشن اف پاكستان(ايس اي سي پي)چيئرمېن٬د پاكستان بينكس ايسوسي ايشن چيئرمېن٬د كارانداز چيف ايګزيكټو آفيسر٬د سټيټ بانك ايس اي سي پي او اړوند سركاري ادارو اعلٰی چارواكو ګډون كولو۔










