په اسلام آباد د لښکر کشي  مخ نيوي له به ټول وسائل کارولې شي  ٬  پايه تخت د چا په رحم و كرم نشي پرېښودلے كېدے، خواجه محمد آصف

  اسلام آباد۔7اکتوبر  (اے پي پي)د دفاع وزیر خواجه محمد آصف واضحه او په ښكاره ټكو اعلان كړے دے  چې  وفاقي حکومت به د پايه تخت اسلام آباد تحفظ په هر ډول باوري  كوي او د واكمنۍ ښار  د  چا په رحم و کرم نشي پرېښودلے كېدے ۔ ده خبردارے وركړو که په اسلام آباد د راختلو كومه هم هڅه وكړې شوه تو ریاست به خپل ټول آئیني ، قانوني …

 

اسلام آباد۔7اکتوبر  (اے پي پي)د دفاع وزیر خواجه محمد آصف واضحه او په ښكاره ټكو اعلان كړے دے  چې  وفاقي حکومت به د پايه تخت اسلام آباد تحفظ په هر ډول باوري  كوي او د واكمنۍ ښار  د  چا په رحم و کرم نشي پرېښودلے كېدے ۔ ده خبردارے وركړو که په اسلام آباد د راختلو كومه هم هڅه وكړې شوه تو ریاست به خپل ټول آئیني ، قانوني او  انتظامي وسائل كارولو سره مقابله کوي  ۔ پارلیمنټ هاوس كښې میډیا استازو سره خبرو كښې ده ووئېل د وفاقي حکومت وړومبۍ  پام لرنه او کوشش دا دے چې کوم  انتهائي یا وروستي آپشن پلو تلل راپغاړه نشي ، خو كه كومه بله لاره پاتي نه شوه نو د پايه نخت حفاظت د حکومت نه يوازې آئیني حق دے بلکې وړومبے قامي فرض هم دے ۔ ده ووئېل دا بيخي  قبول نه ده  چې دوه درې مياشتې پس د طالبانو سره په ګډه  په پايه تخت د لشکر کشۍ سلسله پېل كړې شي  ۔خواجه آصف ووئېل صوبائي قیادت د هېواد دښمنه قواؤ او  طالبانو سره  په ګده  په وفاق د بريد  تګلاره جوړوي  ۔

مزید خبریں