د ملګرو ملتونو سېكرټري جنرل انتونيو ګوتريس د پاك پوځ سرلښكر فيلډ مارشل سره ملاقات٬سيمه ايز امنيت او د كشمير په مسئله د خيالاتو څرګندونه٬د ترهه ګرۍ په ضد د پاك پوځ د قربانيو اعتراف

  پېنډي 07 اکتوبر(اے پي پي)د ملګرو ملتونو سېكرټري جنرل انتونيو ګوتريس د جنرل هېډكوارټرز(جي ايچ كيو)پينډۍ دوره وكړه او د پاك پوځ سرلښكر فيلډ مارشل سيد عاصم منير سره يې مهم ملاقات وكړو۔د آئي اېس پي آر له مخې د ملاقات په مهال د شريكې خوښې په چارو٬د منطقې په موجوده امنيتي صورتحال او د امن او نړيوالې سلامتيا وده كښې د ملګرو ملتونو په كردار تفصيلي خبرې وشوی۔دواړو …

 

پېنډي 07 اکتوبر(اے پي پي)د ملګرو ملتونو سېكرټري جنرل انتونيو ګوتريس د جنرل هېډكوارټرز(جي ايچ كيو)پينډۍ دوره وكړه او د پاك پوځ سرلښكر فيلډ مارشل سيد عاصم منير سره يې مهم ملاقات وكړو۔د آئي اېس پي آر له مخې د ملاقات په مهال د شريكې خوښې په چارو٬د منطقې په موجوده امنيتي صورتحال او د امن او نړيوالې سلامتيا وده كښې د ملګرو ملتونو په كردار تفصيلي خبرې وشوی۔دواړو لارښودو د منطقې په مجموعي استحكام٬ د جمو او كشمير په مسئله ٬ د هند لخوا  د سندھ طاس لوظ نامې  به معطلۍ او د افغانستان خاورې څخه د كېدونكې ترهه ګرې په چیلنجونو تفصيلي د خيالاتو څرګندونه وشوه۔په دې موقع د پاك پوځ سرلښكر فيلډ مارشل نړيوال امن او امان لپاره د پاكستان پوخ  د عزم پخلې كولو سره  د ملګرو ملتونو امن مشنز كښې  د پاك پوح تاريخي او  د قدر وړ خذمات رامخې ته كړل ۔ده په نړيواله كچه د امن راوستو ٬سيمه ايز استحكام او د بشري همدردۍ په څانګو كښې د ملګرو ملتونو كردار او  د سېكرټري جنرل انتونيو ګوتريس قيادت وستائېلو۔يو اين سېكرټري جنرل انتونيو ګوتريس د ترهه ګرۍ په ضد جنګ او د ملګرو ملتونو امن مشن كښې د پاكستان او د وسله والو ځواكونو بې مثاله قربانۍ او لازواله خذمات  ته پيرزوئنې وړاندې كړې۔هغه د نړيوال امن او استحكام لپاره د پاكستان پرله پسې او فعاله كردار اعتراف كولو سره  د سيمه ايزو شخړو امناكه هواري لپاره د پاكستان  د سفارتي او عملي هڅو خاص ستائنه وكړه۔

مزید خبریں