د کے پي حکومت په ترهه ګرۍ مجرمانه  بې غوري د زغملو نه ده ، صوبه د طالب اتحادیانو په رحم و کرم نشو پرېښودلې، دفاع وزير خواجہ محمد آصف

  اسلام آباد۔7اکتوبر  (اے پي پي)د دفاع وزير خواجه محمد آصف وئېلي دي  د خیبر پښتونخوا حکومت د ترهه ګرۍ څخه  مکمل لاتعلقي او  مجرمانه بے حسي د حد نه  زياته شوې ده، اوس د مهمې پرېكرې  وخت راغلے دے  او د  خیبرپښتونخوا  اولس  د طالبانو اتحادیانو او د  نااهله واكمنو په رحم و کرم نور  نشو پرېښودلے ۔ په سوشل میډیا پلیټ فارم’’ ایکس‘‘ خپل بيان كښې  دفاع وزير …

 

اسلام آباد۔7اکتوبر  (اے پي پي)د دفاع وزير خواجه محمد آصف وئېلي دي  د خیبر پښتونخوا حکومت د ترهه ګرۍ څخه  مکمل لاتعلقي او  مجرمانه بے حسي د حد نه  زياته شوې ده، اوس د مهمې پرېكرې  وخت راغلے دے  او د  خیبرپښتونخوا  اولس  د طالبانو اتحادیانو او د  نااهله واكمنو په رحم و کرم نور  نشو پرېښودلے ۔ په سوشل میډیا پلیټ فارم’’ ایکس‘‘ خپل بيان كښې  دفاع وزير ووئېل د پي ټي آئي  صوبائي قیادت د يو ناکامه سیاسي لانګ مارچ لپاره په سړکونو خوار ګرځي او په دغه مهال د دوي  سهولت کارو  د خیبرپښتونخوا د تش لاسي اولس خلاف د ترهه ګرۍ يوه نوې چپه پېل كړې۔  ده ووئېل په 6 اکتوبر ډیرہ اسماعیل خان كښې  ترهه ګرو  د کسټمز  2 اهلکارو پشمول  5 بے ګناہ كسان په بے دردۍ سره  ووژل ، خو  وزیراعلیٰ او د هغه  کابینه د روایتي بے حسۍ په ښودلو نه خو د دغې  بربریت غندنه وكړه ،  جنازو له لاړل او  نه يې د كورنيو سره  لاس نيوه او غمرازي وكړه ۔خواجه آصف ووئېل په دې سنګینه پیښه  د خفګان برعکس، وزیراعلیٰ د خپل ګوند په وېنا  د شپې  غونډه  راوبلله او د آئي جي پولیس او  چیف سیکرټري  خیبرپښتونخوا ته يې د خشم څرګندونه وكړه ۔ هغوي د ګونر په مشرۍ كښې امنيتي غونډه كښې ګډون كړے ؤ ۔ ده ووئېل د ترهه ګرۍ  په اور كښې  د سوځېدونكې صوبې اولس بے یار و مددګاره پریښودلے شوے  د كوم له امله چې اولس اوس پخپله د صوبائي حکومت خلاف په سړکونو احتجاج کوي ۔ دفاع وزير ووئېل د کے پي کے اولس ډېره وينه بهېدلې ده اوس به نوره برداشت نه كړې شي ۔ د پي ټي آئي حکومت او د ترهه ګرو تر مينځه د جوړې جاړې او سهولت کارۍ زيات ثبوتونه موجود دي كوم چې قام د تېرو دريو  كلونو نه ويني ۔ ده  واضحه كړه چې په ماضي كښې چې كله نواز شریف، د هغه كورنۍ  او د  ن لیګ  قیادت په بې بنسټه مقدمو  زندانونو كښې واچولے شو نو مسلم لیګ (ن)  ادارې نه وې یرغمال كړې  بلکې آئیني و قانوني لارې يې خپله كړې وه او كله يې  طالبانو له لاس نه ؤ وركړے

مزید خبریں