اسلام آباد۔7اکتوبر (اے پي پي) د وزیراعظم د سیاسي چارو سلاحكار رانا ثناء اللہ وئېلي دي پاکستان تحریک انصاف (پي ټي آئي) پرله پسې د محاذ جوړولو په سیاست عمل كوي ، سیاسي ګوندونو له د قامي سلامتیا او د وګرو په ژوند خپلو سياسي ګټو ته د ترجیح وركولو اجازه نشي وركړې كېدې ۔ پریس کانفرنس ته خطاب كښې ده ووئېل د اسلام آباد په لور د پي …
د خیبر پښتونخوا حکومت له د سیاسي اړي ګړي په ځائے د اولس تحفظ او امن ته پام ګرځول غواړي، رانا ثناء اللہ

مزید خبریں
اسلام آباد۔7اکتوبر (اے پي پي) د وزیراعظم د سیاسي چارو سلاحكار رانا ثناء اللہ وئېلي دي پاکستان تحریک انصاف (پي ټي آئي) پرله پسې د محاذ جوړولو په سیاست عمل كوي ، سیاسي ګوندونو له د قامي سلامتیا او د وګرو په ژوند خپلو سياسي ګټو ته د ترجیح وركولو اجازه نشي وركړې كېدې ۔ پریس کانفرنس ته خطاب كښې ده ووئېل د اسلام آباد په لور د پي ټي آئي بيا بيا مارچ هېواد كښې د برداشت نشتوالي او سیاسي محاذ جوړولو ته وده وركړه ۔ ده ووئېل د دې كار پېل د 2014ء د پرلت نه شوے ؤ او 2022ء، 2024ء نه پس 2026ء كښې هم اسلام آباد د سیاسي هلو ځلو مرکز جوړولې كېږي ۔رانا ثناء اللہ تور ولګولو چې د خیبر پښتونخوا حکومت صوبه كښې واكمنۍ، اولسي مسائل او امنيتي صورتحال ته د پام لرنې په ځائے د اسلام آباد مارچ لپاره سرکاري وسائل استعمالوي ۔ ده ووئېل چیف آف ډیفنس فورسز و چیف آف آرمي سټاف فیلډ مارشل عاصم منیر هم واضحه كړې ده چې د ترهه ګرۍ مخ نيوي روانو کارروائیو په نتیجه كښې وګرو له ته به د هېواد دننه كډه نه ورپغاړه كېږي۔










