د هند جمهوريه ورځ په ميرپور كښې د تورې ورځې په توګه ولمانځلې شوه

ميرپور 26 جنوري (اے پي پي) د هند جمهوريه ورځ په ميرپور كښې د تورې ورځې په توګه ولمانځلې شوه۔په دې لړ كښې په ميرپور كښې د ضلعې انتظاميې٬كشمير لبرېشن سنټر٬سياسي ګوندونو٬ملازمينو٬تاجرانو او د سول سوسائټۍ تر سيوري لاندې د كچهرۍ څخه احتجاجي لاريون وويستلې شو۔كوم چې د شهيدانو چوك ته ورسېدو او دغلته د تورې ورځې په لړكښې احتجاجي مظاهره وشوه۔د مظاهرې مشري ډپټي كمشنر ډاكټر عمر اعظم او …

ميرپور 26 جنوري (اے پي پي) د هند جمهوريه ورځ په ميرپور كښې د تورې ورځې په توګه ولمانځلې شوه۔په دې لړ كښې په ميرپور كښې د ضلعې انتظاميې٬كشمير لبرېشن سنټر٬سياسي ګوندونو٬ملازمينو٬تاجرانو او د سول سوسائټۍ تر سيوري لاندې د كچهرۍ څخه احتجاجي لاريون وويستلې شو۔كوم چې د شهيدانو چوك ته ورسېدو او دغلته د تورې ورځې په لړكښې احتجاجي مظاهره وشوه۔د مظاهرې مشري ډپټي كمشنر ډاكټر عمر اعظم او نورو مشرانو وكړه۔ د لاريون ګډون كونكو تور بېرغونه٬پلے كارډونه او بينرې پورته كړې وې او په مټو يې تورې پټۍ تړلې وې۔ګډون كونكو د هند پوځ مرده باد او د پاك پوځ زنده آباد نعرې ووهلې

مزید خبریں