د سری لنکا او زمبابوے ترمينځه د ون ډے كركټ سیریز وړومبې ميچ به د جولائي په 6مه نېټه کېږي

کولمبو 25 مئی (اے پی پی) سری لنکا به سږ كال په جون او جولائی كښې د زمبابوے د کرکټ ډلې په ضد د سیریز کوربتوب كوي، همبنټوټا سټيډېم كښې دوه كاله پس بيا د نړيوال ميچ كوربتوب كېږي۔ د سري لنکا د کرکټ بورډ لخوا جاري شوي بيان له مخې همبنټوټا يو ځل بيا د نړيوال میچونو كوربتوب له چمتو دے۔ د شیډول له مخې همبنټوټا كښې پھ 5 يوه ورځني نړيوال میچونو مشتمل سیریز كښې د ابتدائی دوه میچونو كوربتوب كوي، د سری لنکا او زمبابوے ترمينځه ون ډے سیریز وړومبې ميچ به په 6 جولائی، دويم به په 8 جولائی، دريم ميچ به په 10 جولائی دغسې د پاتې دوه ميچونو شیډول به بيا جارې كولې شي