په ټي ټونټي نړيوال كپ كښې پاكستان هند ته په 10 وكټو ماتې وركړه، د بابر او رضوان ترمېنځه ريكارډ شراكت، شاهين آفريدي د مېچ غوره لوبغاړے وګرځول شو

دبئي 24 اکتوبر(اے پي پي) د آئي سي سي مېنز ټي ټونټي په نړيوال كركټ كپ ټورنامنټ 2021م كښې پاكستان هند ته په 10 وكټو ماتې وركړه. د نړيوال كپ په مېچ كښې وړومبې د هند لوبډلې بېټنګ وكړو او پاكستان ته ئې د 152 منډو هدف وركړو. د پاكستان د كركټ قومي لوبډلې دا هدف په 17.5 اوورز كښې د كوم نقصان نه بغېر ترلاسه كړو. د پاكستان لخوا …

دبئي 24 اکتوبر(اے پي پي) د آئي سي سي مېنز ټي ټونټي په نړيوال كركټ كپ ټورنامنټ 2021م كښې پاكستان هند ته په 10 وكټو ماتې وركړه. د نړيوال كپ په مېچ كښې وړومبې د هند لوبډلې بېټنګ وكړو او پاكستان ته ئې د 152 منډو هدف وركړو. د پاكستان د كركټ قومي لوبډلې دا هدف په 17.5 اوورز كښې د كوم نقصان نه بغېر ترلاسه كړو. د پاكستان لخوا محمد رضوان 79 او كپتان بابر اعظم 68 منډې جوړې كړې او پاكستان ته ئې تاريخي بريا وركړه. دواړو لوبغاړو د هند په ضد د لوي اوپنګ شراكت نوے نړيوال ريكارډ هم جوړ كړو. پاكستانې لوبډلې لخوا د ټي ټونټي په نړيوالو مقابلو كښې دا د هند په ضد وړومبې بريا ده. په مېچ كښې شاهين آفريدي درې لوبغاړي آٶټ كړل. شاهين آفريدي د مېچ غوره لوبغاړې ورګرځول شو.

مزید خبریں