په كركټ اېسوسي اېشن چېمپئن شپ كښې نور 3 مېچونه په 18 اكتوبر كېږي

اسلام آباد 15 اکتوبر(اے پی پی) د پاكستان كركټ بورډ د سېوري لاندې په روان كركټ اېسوسي اېشنز چيمپئن شپ كښې به نور درې (درې ورځني)مېچونه د اكتوبر په 18مه نېټه كېږي۔ د بلوچستان مقابله به سندھ سره په سعيد اجمل اكېډمي فېصل آباد ٬ د سنټرل پنجاب مقابله به سدرن پنجاب سره په اېل سي سي سي اے ګراؤنډ لاهور او د خېبر پښتونخوا مقابله به ناردرن سره په رنا نويد اكېډمي شېخوپوره كښې كېږي۔ په چيمپئن شپ كښې 6 لوبډلې برخه اخلي كومو كښې چې بلوچستان ٬ سنټرل پنجاب٬ ناردرن٬ سندھ٬ سدرن پنجاب او خېبرپښتونخوا لوبډله شامل ده۔ چېمپئن شپ به تر 14 نومبر روان وي