د انټرنېشنل سکواش ټورنامنټ فائنلز د جمعې په ورځ كېږي

اسلام آباد۔14اکتوبر(اے پی پی)د پاكستان سكواش فېډرېشن ترسېوري لاندې د روان چیف آف دی ایئر سټاف انټرنېشنل سکواش ټورنامنټ كښې د سړو او مېرمنو فائنلز د جمعې په ورځ په مصحف سكواش كمپلېكس اسلام آباد كښې كېږي۔ په ايونټ كښې د پاكستان په شمول د 9 هېوادونو سړي او مېرمنې لوبغاړې په خپلو خپلو كېټېګريز كښې برخه اخلي۔ كومو كښې چې چېک جمهوریه، مصر، انګلېنډ، فرانس، سربیا، هانګ کانګ، روس،سپېن او سوئټزرلېنډ شامل دے۔ په ايونټ كښې د پاكستان نه علاوه 21 غېر ملكي لوبغاړي ګډون كوي۔ سیمی فائنل به په 14 اکتوبر او فائنل به په 15 اکتوبر كولې شي۔ د فائنل په ختمېدو به كاميابي ترلاسه كوؤنكو لوبغاړو ته انعامونه وركولې شي۔